اتلانو چې افغانستان ته یې ویاړونه راوړل، اوس د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي

ځای: کابل
لیکوال

64817834520843.zIcvzxbjWqCtNdEN30gw_height640

مینا اسدي، هغه څوک چې  د کراټې رزمي لوبې د اتلې او ښوونکې په توګه یې هېواد ته ویاړونه راوړل او د خپلو هېوادوالو زړونو ته یې خوښۍ ور بخښلې، اوس له هېواده بهر  په اندونیزیا هېواد کې د کډوالو په یوه کمپ کې دنده تر سره کوي، تر څو هلته له تللیو کډوالو سره د هغوی د رواني ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

مینا په کال ۱۹۹۲ کې زېږېدلې، هغه لا ډېره کوچنۍ وه چې مور او پلار یې د کورنیو جګړو له امله افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شول؛ مینا د پاکستان په کوټه کې سپورټ ته مخه کړه. هغې له کراټې ورزش سره مینه درلوده، نو ځکه یې په ۱۲ کلنۍ کې په همدې برخه کې هڅې پیل کړې؛ هغې په هغه وخت کې مډالونه وګټل، خو د خپل هېواد لپاره نه، بلکه د پاکستان لپاره، ان تر دې چې په بنګله‌دېش کې  د یې د ۲۰۱۰ کال د جنوب اسیایي لوبو لپاره د پاکستان د کراټې ملي ټیم غړیتوب هم تر لاسه کړ.

مینا دې ته اړه وه چې تر جعلي پېژندګلوۍ او نوم لاندې سیالۍ وکړي. پاکستاني چارواکو د زهرې په نوم هغې ته پاسپورټ جوړ کړ. هغه په‌دې ډېره زورېده چې نه‌شي کولای د خپل ځان او هېواد لپاره مډالونه وګټي؛ هغه مهال د افغان مهاجرې په توګه د خپلو هم‌لیکو له خوا پرې ملنډې وهل کېدې او سپکاوی یې کېدی.

په۲۰۱۱ کال کې مینا اسدي له خپل هنر، وړتیاوو او انرژۍ سره خپل هېواد افغانستان ته راوګرځېده؛ په خپل هېواد کې ورته ژوند د ښځو په مقابل کې د زړو رواجونو او محدویتونو له کبله لا ډېر سخت او ستونزمن شو.

هغه د غزني ولایت، جاغوري ولسوالۍ ته ولاړه، خو جاغوري ته په رسېدو او د ښځو لپاره سپورټي کلپ په پرانیستو سره د ملایانو او قومي مشرانو له سختو نیوکو سره مخ شوه. د ځینو سختو ګواښونو له امله له غزني څخه کابل ته ستنه شوه.

په کابل کې مینا وکولای شول چې د ۲۰۱۱ کال د اګسټ په میاشت کې د کابل ښار په لوېدیځ کې  د ملت شوټوکان کراټې په نوم د ښځو لپاره کلپ پرانیزي.

په لومړیو کې کلپ ته ډېرې نجونې نه ورتلې، ځکه زاړه رواجونه لا تر اوسه غښتلي وو، خو بالاخره ښځو او کوچنیو هلکانو د کراټې زده‌کړې لپاره نوم لیکنې پیل کړې.

د مینا لومړنۍ سیالۍ د خپل هېواد تر بیرغ لاندې، په ۲۰۱۱ کال کې وکړه؛ مینا لومړنۍ نجلۍ وه چې د افغانستان د کراټې له ملي ټیم څخه یې په نوي ډهلي کې د اسیا جنوب شرقي کراټې سیالیو کې د برونزو مډال لاسته راووړ. دا موضوع په افغان رسنیو کې ډېره توده شوه چې له یوې خوا یې نجونې سپورټ ته وهڅولې او بل خوا یې بنسټ‌پالونکي لا هم په سپورټ کې د ښځو د ګډون په مقابل کې ودرول.

د مینا لپاره ګواښونه لا ډېر شول او د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې هغه دې ته اړه شوه چې باید خپل هېواد پرېږدي، اوس هغه په اندونیزیا کې افغان مهاجرو ته د کراټې زده‌کړه ورکوي.

په وروستیو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د مهاجرت موضوع بحراني حالت ته رسېدلې ده. چې ډیر لاملونه لري: له افغانستان څخه د نړیوالو پوځونو وتل، په هېواد کې د ناامنۍ سبب ګرځیدلې ده، بل‌خوا د پروژو او پیسو د کمښت له کبله ډېری افغانان بېکاره شوي دي، دوی نه‌شي کولای په ښه توګه ژوند مخ ته بوځي.

د(یو ان ایچ سی ار) د راپور له مخې په ۲۰۱۵ کال کې تر ۲۰۰۰۰۰ ډېرو افغانانو خپل هېواد پرې ایښی دی او ښایي په ۲۰۱۶ کال کې دا شمېره لا ډېره لوړه شي او وګړي د امنیت او سوکالۍ لپاره خپل هېواد پرېږدي. له سوریې وګړو څخه وروسته افغانان د پناه‌غوښتونکو وګړو په دویم کتار کې راځي.

د اندونیزیا هېواد پراخې او پرانیستې پولي، د هغوی لپاره چې غواړي په اسټرالیا کې مېشت شي، ښه مرسته کولی شي؛ خو په‌دې وروستیو کلونو کې د اسټرالیا دولت د پناه‌ورکونې بهیر سخت کړی چې پناه غوښتونکي به په میاشتو او کلونو د مهاجرینو په کمپونو کې اوسېږي.

کله چې مینا اندونیزیا ته ورسېده د مهاجرینو د بد حالت په ليدو ډېره حیرانه شوه.

هغه وایي: «کله چې د لومړي ځل لپاره دې کمپ ته راوستل شوم، د مهاجرینو په بد حال او وضعیت پوهه شوم؛ ما د مهاجرینو په منځ کې داسې خلک هم ولیدل چې شاوخوا پنځه کال همدلته پراته وو.»

هغې دا هم وویل چې دې حالت خلکو ته فزیکي او رواني ستونزې پیدا کړې دي.

هغې زیاته کړه: «ډېری مهاجرین د روحي فشار له کبله کمزوري شوي او رواني تکلیفونه ورته پیدا شوي.»

مینا د دې لپاره چې له خلکو سره مرسته وکړي،د کراټې کلپ پرانیست؛ هغې د چیوساروا کراټې کلپ په نوم يه چیو ساروا کې مهاجرینو لپاره پرانیستی.

مهاجرینو د مینا کلپ ته په خوښۍ سره ښه راغلاست ووایو، نجونې او هلکانو په وړیا توګه کولای شول هلته تمرین وکړي.

مینا وايي: «سپورټ کولی شي له مهاجرینو سره مرسته وکړي، ترڅو د څه مودې لپاره خپلې اندېښنې هېرې کړي. د هغو شمېرو له مخې چې د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت خپره کړې وه، ښودل شوې ده چې شاوخوا ۶۸۰۰ افغانان اوس‌مهال په اندونیزیا کې ژوند کوي. د یاد وزارت د راپور له مخې له دوی څخه سږکال یوازې ۴۲ کسان په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ګرځېدلي دي.

راپورونه دا هم ښيي چې ۴۵۰۰ کسان له دغو مهاجرینو څخه د مهاجرینو د نړیوال سازمان له خوا تمویلېږي او پاتي ۲۳۰۰ کسان نور د اندونیزیا په بېلابېلو ښارونو کې په خپله ژوند کوي. د اسټرالیا دولت د پناه ورکونې سختو پالیسو ته په کتو، بیا هم په اندونیزیا کې د مهاجرینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.  د ۲۰۱۵ کال تر ډسمبر میاشتې پورې دغو شمیرو ته ۱۲۸ نور کسان هم ور زیات شول.

د مینا د دې کار اغیزه له افغانستان او اندونیزیا څخه بهر هم خپره شوې، د هغې زړو زده‌کوونکو چې د مینا په شان له هېواده بهر تللي، له اندونزیا څخه بهر په نورو هېوادونو کې خپلو خلکو ته په کمپونو کې د کراټې زده‌کړې ورکوي.

۱۶ کلنه شبنم کریمي، تېر کال افغانستان پرېښود، اوس په جرمني کې ژوند کوي. کله چې هغې په کابل کې تمرین کاوه، هغه یوه ځلېدونکې ستورې وه. څلور د سرو زرو مډالونه، څلور د سپینو او درې د برونزو مډالونه یې په ملي او نړیوالو سیالیو کې ګټلي وو.

13220155_877351672410167_933825131_n

شبنم کریمي د مینا زده کوونکې ـ په جرمني کې

شبنم د سکایپ له لارې له موږ سره په خبرو کې وویل: «په افغانستان کې ناامنیو زما راتلونکي ژوند ته لوی ګواښ وو، زه یې دې ته اړ ایستم، ترڅو خپل هېواد پرېږدم او له خپلې کورنۍ سره جرمني ته راشم؛ کله چې موږ کمپ ته راغلو، زما رواني حالت په خرابېدو شو. زما په عمر نورې نجونې هم ښې نه‌وې، نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې خپل تمرین وکړم او که امکان یې وي، نورو ته یې هم ور زده کړم.»

شبنم له خپلې ډلې سره د مهاجرینو په کمپ کې تمرین پیل کړ، اوس یې څه نا څه پرمختګ هم کړی دی.

هغې په خوښۍ سره وویل: «نجونو زما پرېکړه ومنله، څه وخت کېږي چې تمرین مو پیل کړی او اوس ښه احساس لرو او له رواني فشارونو هم لېرې شوې یو.» شبنم اوس په خپل کمپ کې شپږو نجونو ته تمرین ورکوي.

۱۷ کلن اسماعیل کیهان هم  په کابل کې د مینا زده‌کوونکی وو. خو تېر کال یې ژوند بدل شو. د هغه پلار د هغه ۳۱ هزاره‌وو څخه یو وو چې په ۲۰۱۵ کې د داعش وسله‌والې ډلې له خوا تښتول شوی وو. هغه مخکې له دې چې خوشی شي، د څو میاشتو له پاره له هغوی سره بندي وو، له خوشي کېدو وروسته د داسې بد وضعیت ته په کتو سره هغوی پریکړه وکړه چې باید له هېواده ووځي. اوس اسماعیل د سوېډن په یوه کمپ کې ژوند کوي او د خپل مهاجرت قضیې د قبلېدو په طمعه شپې سبا کوي.

هغه وایي: «حال دا چې افغانستان مو خپل هېواد هم دی، خو همیشه له موږ سره تبعیض شوی.»

اسماعیل هم خپل سپورټي تمرینونو ته ادامه ورکوي.

هغه زیاته کړه: «سپورت د خوراک او څښاک په شان ټولو ته اړین دی. ټول افغانان چې په دې کمپ کې ژوند کوي، سپورټ کولای شي، ان هغوی چې په خپل ټول ژوند کې یې یو ځل هم سپورټ نه وي کړی، اوس هره ورځ فزیکي تمرین کوي.»

13522464_898295080315826_715014588_n

اسماعیل کیهان د مینا زده کوونکی ـ په سویډن کې

مینا اسدي هم په‌دې خوشحاله ده چې زده‌کوونکي یې که هر چیرې وي، خپل تمرین کوي.

هغې په ویاړ سره وویل: «زه له خپلو ټولو زده‌کوونکو سره مینه لرم او خوشحاله یم  چې زما هڅې اغېزناکې وې.»

هغه افغانان چې بهرنیو هېوادونو ته یې مهاجرت کړی، وایي، موږ غواړو نړیوالو ته وښیو چې موږ یوازې د سولې په لټه راوتې یو. دوی غواړي چې خپل ورزشي تمرینونه له هېواده بهر هم وکړي، ترڅو اتلان شي. خو اوس دا خبره ډېره ستونزمنه ښکاري چې دوی به څه وخت خپل بل مډال ګټي او پر سر به یې د کوم هېواد بیرغ رپېږي.

(۵۴)

اتلانو چې افغانستان ته یې ویاړونه راوړل، اوس د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي

د لیکوال په اړه
-