خوست؛ زرګونو لاریون‌کوونکیو د سالنګ له لارې د ټوټاپ پروژې عملي کول وغوښتل

ځای: خوست

خوست ښارـ  د یک‌شنبې په ورځ د مې میاشتې په ۱۵مه نېټه په خوست کې مدني فعالان، قومي مشران، ځوانان، سوداګر او په زرګونو عام وګړي د لاریون په ډول سره راټول شوي وو، دوی د ټوټاپ پروژې په اړه خپل دریځ څرګند او غږونه یې پورته کړل. دوی په دولت غږ وکړ چې سیاسي مشرانو ته باید اجازه ور نه‌کړي چې له وخت او وضعیته ناوړه ګټه واخلي، دوس باید � څلور لارې ادامه پیدا کړه.

د خوست په لاریون کې تر ۱۰۰۰۰ ډېرو وګړو ګډون کړی وو، دوی ویل چې موږ خپأ حق غواړو او ولسمشر ته سپکاوی یې په کلکه وغندی. انځور: فاروق جان منګل

د خوست په لاریون کې تر ۱۰۰۰۰ ډېرو وګړو ګډون کړی وو، دوی ویل چې موږ خپل حق غواړو او ولسمشر ته سپکاوی یې په کلکه وغندی.
انځور: فاروق جان منګل

د خوست ولایتي شورا رییس او د لاریون یو تن جوړونکي، عبدالولي واحدزاده وایي: “د پردیو غلامان او ګوډاګیان غواړي ستونزې راپیدا کړي، ترڅو خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي؛ د بریښنا مزو لور بدلونه به د دولت لپاره سرخوږي پیدا کړي. که چېرې زموږ غږ وا نه‌وریدل شي موږ به د ارګ مخې ته خېمې ودروو او خپلو لاریونونو ته به تر هغې ادامه ورکړو، ترڅو چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوې.”

یو بل لاریون‌کوونکی، حاجې رسول محمد تڼی، بیا شکایت کوي چې پکتیا ولایت چې له خوست سره سرحد لري، تل له پامه غورځول شوي ديو پراختیايي اړخ ته یې لېږه پاملرنه شوې؛ ډیری وختونه خپل قانوني حقونه هم نه‌دي ورکړل شوي.

هغه وايي: “که چېرې د برېښنا د مزو لوری بدل شي، دا به ډېرې بدې پایلي ولري. او د دې وضعیت مسوولین به هغه څوک وي چې د خلکو په منځ کې بې‌اتفاقۍ ته لمن وهي، تر څو خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي.“

لاریون‌کوونکو د هغو هزاره رهبرانو انځورونه له ځانه سره درلودل چې د دوی په وینا غواړي، د خلکو تر منځ بې‌اتفاقۍ ته لمن ووهي؛ دوی د هغوی پر ضد شعارونه ورکول.

په خوست ولایت کې لاریون‌والو د ټوټاپ تر څنګ په لندن کې د ولسمشر اشرف غني سپکاوی هم په کلکه وغندی.

د مې په ۱۳مه نېټه په Royal United Services Institute  کې د اشرف غني مطبوعاتي کنفرانس اخلال کړ. هغه اشرف غني ته د درواغجن خطاب وکړ او له سالنګه د ټوټاپ پروژې تېرېدل یي هم وغندل. هغه بیا د غونډو له تالاره بهر وویستل شو.

د ټوټاپ په هکله لاریونونه هلمند، پکتیا، پکتیکا او لوګر ته هم ورسېدل چېرې چې لاریون‌کوونکو له دولته غوښتل چې د ټوټاپ مزي باید له سالنګه تېر شي. د بدلولو په صورت کې دوی د لا ډېرو لاریونونو خبرداری ورکړی.

(۳۶)

خوست؛ زرګونو لاریون‌کوونکیو د سالنګ له لارې د ټوټاپ پروژې عملي کول وغوښتل

د لیکوال په اړه
-