د خوستیانو په ځیرکو ټلیفونونو کې د طالبانو د ترانو بازار سوړ شوی

ځای: خوست

خوست یو له هغو ولایتونو څخه دی چې اوسیدونکو یې د طالبانو ترانې، د هغوی د جګړو ویډیوګانې او نور تبلیغونه په خپلو ځیرکو ټليفونونو کې ساتل؛ ځینو دا مواد د دې لپاره چې طالبان یې خوښېدل او ځینو بیا د دې لپاره چې د طالبانو د تلاشۍ په وخت کې خوندي پاتې شي، د هغوی مواد له ځانه سره ساتل.

سید نور د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه وایي: «زموږ په سیمه کې کله ناکله وسله‌وال طالبان د خلکو موبایلونه ګوري او د سندرو او نورو ویډیوګانو د شتون په صورت کې موبایل ورماتوي او هغه کس ته هم ګواښونه کوي.»

 

سید نور زیاتوي: «همدا لامل دی چې دوی یې مجبوره کړي دي، تر څو په خپلو ګرځنده ټلیفونونو کې د طالبانو ترانې او نور هغه څه وساتي چې وسله‌وال طالبان ورباندې خوشحاله کېږي او په بده سترګه نه ورته ګوري.»

IMG_9094

خوست ښار موبایلونو ته د موادو لیږدولو مرکز:انځور اخیستونکی: فاروق جان منګل

د دولت د بې‌غورۍ له امله د دې موادو خپرېدو ته لاره هواره شوې او همدا ویډیوګاني وسله‌وال مخالفین له حقیقته لرې ډېر غښتلې او برلاسي ښيي.

جهان ګل د خوست ښار په مرکزي برخه حمام مارکیټ کې موبایل پلورنځي لري، هغه د موبایلونو میموري کارډونو ته د سندرو، عکسونو او ویډیوګانو د لېږلو مرکز لري، وایي: «ملی امنیت تېر کال څو ځلې د حمام مارکیټ په هغو هټیو عملیات وکړل چې دغه ډول ویډیوګانې یې درلودې، له دوی یې کمپیوټرونه یووړل او تر څنګ یې نغدي جریمه هم کړل.»

نوموړی وایي، پخوا خلکو ډېره غوښتنه کوله، تر څو ګرځنده موبایلونو ته یې د وسله‌والو مخالفینو ترانې او نورې ویډیوګانې ور ولېږو، خو اوس نه‌یوازې دا ډول ویډیوګانې نه‌لرو، تر څنګ یې څوک غوښتنه هم نه کوي.

د هغه په خبره، اوس هېڅوک جرات نه‌کوي چې په خپلو کمپیوټرونو کې دا ډول شیان وساتي او یا یې هم نورو ته د پیسو په بدل کې ولېږي.

13714427_636439663197780_742874672_n

موبایلونو ته د موادو لیږدولو مرکز په کابل کې. انځور اخیستونکی: نویدالله پاڅون

جهان ګل را ته وویل: «د طالبانو اړوند مواد له بېلابېلو سرچینو څخه لاس ته راوړو.»

کمپیوټرکارانو ته دغه مواد یو او بل راوړي، دوی یې  هم له بېلابېلو موبایلونو کاپي کوي او بیا یې نورو ته لېږي، خو اوس خلک فیسبوک او انټرنېټ ته لاسرسی لري، نو ځکه د دې ډول ویډیوګانو راوړونکي او غوښتونکي کم شوي دي.

رحمت شاه د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی دي، نوموړی هم سید نور ته ورته نظر لري. هغه وایي: «خلکو به د طالبانو ترانې د خپلو ګرځنده ټليفنونونو په زنګونو برابرولې، خو اوس دا چاره ډېره را ټیټه شوې ده، اوس خلک د طالبانو اړوند ویډیوګانو پر ځای، مذهبي او دینې ویډیوګانې ساتي او د موبایل په زنګونو کې یې د طالبانو د ترانو پرځای نعتونه اچولې دي.»

(۶۶)

د خوستیانو په ځیرکو ټلیفونونو کې د طالبانو د ترانو بازار سوړ شوی

د لیکوال په اړه
-