د دهمزنګ عام وژنه

ځای: کابل
photo_2016-07-24_12-34-03-1024x768

د روښنایۍ بهیر لاریون کوونکي:(انځور: مریم مهتر)

د ۱۳۹۵ کال د شنبې په ورځ ( ۲ اسد) د کابل ښار د دهمزنګ په څلورلارې کې په زرګونو لاریون کوونکې ټول شوي وو چې ډیری لاریون کوونکي د افغانستان د هزاره توتم څخه وو. دوی غوښتل چې د توتاپ (ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان) د بریښنا خط دې د بامیان له ولایت څخه چې ډیری اوسیدونکي یې هزاره دي، تیر شي. په لومړیو کې پریکړه داسې شوې وه چې د بریښنا مزي به د بامیان له ولایت څخه تیریږي خو په ۲۰۱۳ کال کې د دولت اراده بدله شوه او پریکړه یې وکړه چې دا مزي باید د سالنګ له لارې وغزول شي.  د دولت دې پریکړې سره سم ډیری هزاروو داسې انګیرله چې دولت دا پریکړه د هیوادوالو ترمنځ د توپیر پر بنسټ کړې ده نو ځکه یې د دې پریکړې پر ضد اعتراضونه پیل کړل. د شنبې ورځې لاریون د توتاپ پروژې اړوند دوهم لوی لاریون وو چې په تیرو دوو میاشتو کې په کابل کې ترسره شوي وو.

د دې لاریون په اوږدو کې د لاریون کوونکو په منځ کې انفجار وشو. د ماسپښین ۲ بجو څخه وروسته، دوه انفجارونه پرله پسې وشول. چې له دې پیښې سره تراوسه ۸۴ کسه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د اعلان له مخې، نوموړي پیښه، تیرو ۱۵ کلنو راپدیخو د طالبانو د واکمنۍ وروسته او د بهرنیو ځواکونوپه واسطه د افغانستان د نیولو څخه وروسته ترټولو سخته پیښه ګڼل کیږي

طالبانو دغه حمله محکومه کړې خو د داعش په نوم ترهګرې ډلې چې د راپورونو له مخې په افغانستان کې شتون لري د دغې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

photo_2016-07-24_12-34-29-300x225

دروښنایۍ بهیر لاریون کوونکي ( انځور: مریم مهتر

مریم مهتر لیکي« فکر مې نه کاوه چې داسې ورځ به هم راورسیږي چې له چا سره د دې لپاره اړیکه ونیسم چې ژوندی دی که نه.»

دا چې په دفتر کې مې کارونه زیات وو، او د کورنۍ له خوا هم راته ګواښونه کیدل په لاریون کې مې ګډون ونه کړ، سهار له کوره وختي ووتم غوښتل مې تر دفتره له لاریون کوونکو سره یوځای لاړه شم. خو په لاره مې پریکړه بدله کړه او غوښتل مې د همزنګ ترڅلورلارې له لاریون کوونکو سره لاړه شم. په لومړیو کې دښځو شمیر کم وو خو وروسته په ډیریدو شو. د کابل پوهنتون زده کوونکو هم وروسته د ازموینې ورکولو څخه د روښنایي له بهیر سره یوځای شول. په لاریون کې زما د ملګرو  شمیر له سلو څخه زیات وو. ځینې یې د پوهنتون زده کوونکي، د ښوونځي زده کوونکې، د دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي او نور…

photo_2016-07-24_12-33-52-300x225

د روښنایۍ بهیر لاریون کوونکي ( انځور: مریم مهتر

د دهمزنګ څلور لارې ته په رسیدو مې له یو ملګري سره پریکړه وکړه چې ایسکریم واخلوځکه چې هوا ډیره ګرمه وه. ایسکریم خرڅونکې ته مې دومره ځانګړې پاملرنه ونه کړه ښایې هماغه څوک وو چې وروسته یې ځان والوزوو.

(د ایډیټر یاددښت: (دولتي راپورونه ښيي چې یو د ټروریسټانو څخه ځان د ایسکریم په کراچۍ کې پټ کړی وو.

ایسکریم مو واخیست او ورو ورو د دهمزنګ څلورلارې خواته لاړو. شاوخوا نیم ساعت هلته پاتې شو. د غرمې ۱۲ بجې وې چې له لاریون کوونکو څخه دفتر خواته روانه شوم. سم مې په یاد هم نه دې ښایې دوه بجې وې چې غوښتل مې ډوډۍ وخورم لا مې څو ګولې نه وې خوړلې چې یو خطرناکه اواز مې واورید.

په لوړ اواز مې چیغه کړه. څه وو؟ څه وشول؟ همکاران مې یو او بل خوا په منډه وو. چا ټلویزیون روښانه کاوه، چا فیسبوک کتو، چا د ملګرو او کورنیو د ټیلفون شمیرې اخیستې ترڅو یې ځان له احواله خبر کړي.

زه له یوې دقیقې ډیر لا په هوښ نه ووم، غوږونو کې مې لاهم هماغه خطرناکه غږ وو. موبایل ته مې زنګ راغی، د موبایل پر پاڼه مې ولید چې پلار مې زنګ وهلی وو. موبایل ته مې ځواب ورکړو خو د خبرو کولو توان مې نه درلود، په ډیرې ستونزې سره مې پلار ته وویل چې په دفتر کې یم.

له پلار سره مې له خبرو کولو وروسته مې موبایل راوخیست او ملګرو ته مې له دوو موبایلونو زنګونه وهل، هغوی هم ماته زنګونه وهل.

د ډیرو ملګرو ټیلفونونه مې روښانه نه وو او هر ځل به یې داسې ځواب راکاوه« کومه شمیره چې تاسو ډایل کړې او مهال غلي ده، هیله ده وروسته اړیکه ټینګه کړئ»، زړه مې ولوید. هرچا به مې چې ټیلفون ته ځواب ویل د خبرو پرځای مې ورته ژړل. مالپاره همدومره بس وه چې ټیلفون ته مې ځواب راکړي. یوازې غوښتل مې په دې پوهه شم چې ژوندي دي.

د دې وخت فکر مې هم نه شو کولای چې یو وخت به داسې هم راشي چې له چا سره د دې لپاره اړیکه ونیسم چې پوهه شم ژوندی دی که نه.

اصف یوسفی یو د لاریون کوونکو څخه چې عینی شاهد هم وو وایي:

« کله چې دا پیښه رامنځ ته شوه څو متره مې واټن درلود. زه د ټرافیکو د ریاست خوا د هوټل مخامخ ولاړ ووم. له ماسره مې بایسکل وو. له بایسکل ولویدم او بیرته په بیړه له ځمکې پورته شوم. ځینې نجونې مې خواته بې هوښه پرتې وې. څوک چې بې هوښه شوي وو، هغوی مو دوکانونو ته ویوړل. ټولو چیغې وهلې او یو خوا بلې خوا یې منډې وهلې. ټپیان پر ځمکه پراته وو، امبولانس هم درک نه درلود. څو کسه چې هلته وو همدومره مو کولای شو چې ټپیان له سړکه سیورې خواته راوړو.

د چا له سره او د چا له سترګو وینې بهیدې، ډیری ټپیان په وینو کې لت پت پراته وو او د مرستې لپاره یې چیغې وهلې. امبولانسونه ډیر ناوخته راورسیدل او شمیر یې کم وو. د پولیسو رنجرونه راغلل ځینې ټپیان مو هغوی کې سپاره کړل. د جسدونو په منځ موږ یوازې څو کسه وو، چیغې مو وهلې چې نور هم موږ خواته راشي خو چا جرات نه کاوه، څو کسه وو چې د مړو ټوټې ټوټې بدن مو سره راټولول.

ډیره ویرونکې ورځ وه. فکر مې نه شو کولای چې یوه ورځ به د پرون په شان ورځ هم په ژوند کې ووینم.

د جسدونو او ټپیانو د وړلو وروسته، د پیښې ځای کې په وینو لت پت یوازې بوټونه، دستکول، کرتۍ، شلیدلې کمیسونه او د انسانانو د غوښو ټوټې پرتې وې او بس.

د ټپیانو او جسدونو د وړلو په مهال مې د غاړې کارت ولیدلی وو. زه او زما ملګري د وینې ورکونې لپاره استقلال روغتون ته لاړو. نورو ملګرو مې زما کارت موندلی وو او زما لپاره خواشیني وو. له ټولو ملګرو څخه مې مننه کوم چې ماته یې زنګ وواهه او زما د روغتیا پوښتنه یې وکړه.

د ذکریا مصور، د لاریون یو تن ګډون وال او عینی شاهد خبرې:

کله چې له کوره بهر ووتم ډیر خوشحاله ووم او په دې ویاړیدم چې زه هم د روښنایۍ د بهیر لاریون کوونکی یم او د سولییزې لارې مې خپله غوښتنه وړاندې کوله.  دا لاریون نه یوازې د توتاپ بلکه د تبعیض او توپیر لپاره هم وه.

د لاریون څخه یوه شپه مخکې هیڅ ویده نه شوم او د ممکنه پیښو په اړه مې فکر کاوه. د لاریون ځینو جوړونکو ویل چې باید لاریون ونه شي، خو بیا ځینو ویل چې لاریون باید وشي او هرڅه چې کیږي باید قبول یې کړو

زه د لاریون کوونکو سره ووم او شعارونه مو ورکول. « مرګ پر تبعیض»، « موږ خپل حق غواړو» خلکو په سړکونو موږ لیدلو او له موږ سره یوځای کیدل. ماشومان، زده کوونکي، ښځې او زاړه سړي له موږ سره یوځای شول. ما ولیدل چې هغوی څومره سره په اتفاق وو او ټول اوږه په اوږه یو بل سره روان وو.

موږ د دهمزنګ څلورلارې په خوا روان وو. هوا ډیره ګرمه وه خلکو هم ورو ورو لاریون پریښود. د بهیر رهبرانو خبرې کولې، موږ فکر کاوه چې د ملي وحدت حکومت چارواکې به هم موږ سره یوځای شي خو دا یوازې یوه هیله وه او بس.

 

ډیری ښځې او نجونې مې ولیدې چې شنه رنګه دستبندونه او ټیکري یې پر سر وو د « مرګ پر تبعیض» او « موږ عدالت غواړو» شعارونه یې ورکول. موږ غوښتل چې دهمزنګ څلورلارې کې خیمه ووهو او هلته پاتې شو چې ناڅاپه مې د انفجار غږ واورید.

زه پر ځمکه پریوتم، د خلکو اوازونه مې اوریدل چې خپل کورنۍ غړو ته یې اوازونه کول. کله چې بیرته ودریدم دیرجسدونه مې ولیدل چې پرځمکه پراته وو. ښایې له سلو څخه زیات وو.  ښځې او نجونې مې ولیدې چې له دې پیښې څخه یې انځورونه اخیستل، هغوی د خپلو همکارانو نومونه اخیستل، ما ښه اوریدل یو چا نارې وهلې، « نیلوفر چیرې یې؟ »

هره خوا وینې تویې شوې وې. ما کوښښ کاوه له ټپیانو سره مرسته وکړم.

له پرونه راهیسې په شوک کې یم. شهیدانو لپاره قران تلاوت کوم. د فاتحې په مراسمو کې هغوی چې ژوندي پاتې وو نارې وهلې « موږ ادامه ورکوو، بیا سړکونو ته ځو»، داعش او طالبان نه شي کولای زموږ مخه ونیسي. هیڅوک نه شي کولای زموږ اوازونه غلي کړي.

محمد یوسف شفایی –  یو تن لاریون کوونکی او د پیښې عیني شاهد وایې:

دوه نیمې بجې وې، ډیر وږی شوی ووم، یو ملګري ته مې زنګ وواهه ترڅو د خوراک لپاره څه راوړو. له ګڼې ګوڼې څخه بهر ووتو او د کوټې سنګې په لور مو حرکت وکړ. همدا چې د خلکو څخه څو قدمه لیرې شود انفجار غږ مو واورید ، دا چې اواز ډیر اوچت وو غوږونه مو نژدي وو کاڼه شي.

حیران ولاړ وم، شاوخوا ته مې خلکو منډې وهلې. هرچا یو خوا منډې وهلې. ځینو کوڅو خواته او ځینو کوټه سنګې خواته منډې وهلې، ټول حیران او ویریدلې وو.

بیرته وګرځیدم ترڅو له وضعیته ځان خبر کړم. لا مې دوه ګامه نه وو اخیستي چې دوه انفجاره نور وشول او له دې سره مې د توپک د ډزو غږ هم واورید. کله مې چې د ډزو غږونه واوریدل نور وتښتیدم. مرمۍ د ږلۍ په شان وریدلې، هرچا یو خوا ځاو ویستو.

له کوڅې ووتم او د دارالامان سړک خواته مې ځان وویستو، په سړکونو د ویرې فضا خوره وه، هره خوا لوګي وو ټپیان او مړه شوي کسان په سړکونو پراته وو. ټول د خپلو ملګرو او اشنایانو په لټه کې وو. نه امبولانس شتون درلود او نه هم چا مرسته کوله، ټولو د مرستې لپاره چیغې وهلې، خو ټول حیران او ویریدلې ولاړ وو او نه پوهیدل څه وکړي.

امبولانسونه له روغتونونو راورسیدل او ټپیان او مړي یې د استقلال، علی اباد او جمهوریت روغتونونو لور ته یوړل. د امبولانسونو شمیر کم وو او ټپیان ډیر زیات.  امبولانسونو او رنجرونو په ډیرې ستونزې سره ټپیان تر روغتونونو ورسول.

هغه چې مړه شوې وو ترډیره په سړک پراته وو او نه پیژندل کیدل. وروسته بیا د غوښو له پارچو سره یوځای روغتون ته ویوړل شول ترڅو له نورو جسدونو سره یوځای خاورو ته وسپارل شي. موټر هم یو بل پسې راتلل ترڅو خلک د وینې ورکونې لپاره روغتونونو ته بوځي.

 

(۲۴)

د دهمزنګ عام وژنه

د لیکوال په اړه
-