د دوشنبې ورځې لاریون، د دولت لپاره لوی ګواښ

ځای:

کابل، افغانستان ـ  اقتصادي ستونزې، پټ پلانونه او قومي مسلې ټولي یو ځای سره راټولېږي؛ د لیږکي ټبر (هزاره) سیاسي مشران غواړي د دوشنبې په روځ په پلازمېنه کابل کې لاریون وکړي، دوی وايي په‌دې لاریون کې به میلیونونو نفر راټول کړي.

دلته اصلي موضوع د ټوټاپ ( ترکمنستان، اوزبیکستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان) ګډه پروژه ده چې له مرکزي اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي. اوس جګړه او ستونزه په‌دې کې ده چې د برېښنا مزي دي د سالنګ له لارې او یا له بامیانو څخه تېر شي.

د ۲۰۱۶ کال د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه، د کابینې د یوې جلسې په ترڅ کې دولت د دې پروژې د لېږد لپاره  د سالنګ لاره وټاکله، له هماغه ځایه ستونزې راپیل شوې.

د مرکزي اسیا هېوادونه د برېښنا لویې زېرمې لري او د خپلو زېرو یوه برخه سوېلي اسیايي هېوادونو ته صادروي. د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو، دا هېواد د مرکزي او سوېلي اسیا تر منځ د نښلوونکي بڼه لري.

کاسا- ۱۰۰۰ پروژه د تاجیکستان له لارې له کرغزستان څخه افغانستان او پاکستان ته د اوبو برېښنا را لېږدوي او د ټاپي طبیعي ګازو پایپ‌لاین (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) هغه پروژې دي چې کارونه یې په تېزی پرمخ روان دي.

لاریون‌والو دولت ته یوه اوونۍ وخت ورکړ، تر څو خپله پرېکړه بدله کړي. انځور: حمید فیدل

لاریون‌والو دولت ته یوه اوونۍ وخت ورکړ، تر څو خپله پرېکړه بدله کړي.
انځور: حمید فیدل

د افغانستان دولت او د اسیا پراختیايي بانګ چې دا پروژه تمویلوي په ګډه پرېکړه وکړه چې د جرمني تر ټولو نوم‌وتې انجینیري کمپنۍ، فیشنر دې ټوټاپ ته ماسټر پلان جوړ کړي. کمپنۍ په ۲۰۱۳ کال کې خپل پلان وړاندې کړ، دوی د تخنیکي، اقتصادي او امنیتي چارو په نظر کې نیولو سره د بامیان لاره وټاکله.

راپور وایي؛ هغه ستونزي چې د سالنګ په لاره کې دي، تر ډېره د بامیان په لاره کې نشته، د دې تر څنګ له دې لارې د برېښنا لېږد د دې لامل ګرځي چې محلي حرارتي برېښنا مرکزونه چې په دې لاره کې دي، د افغانستان له ټولو شبکو سره ونښلوي  او د کابل او سویلي افغانستان برېښنا به هم په امن کې وساتي.

په سیاسي حزبونو او رسنیو کې اعتراضونه او نیوکې هغه وخت را پیل شوې چې دولت د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې له سالنګ څخه د بريښنا د مزو تېرولو په موخه د ملي تدارکاتو کمېسیون ته د داوطلبۍ بهیر ور وسپاری.

د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش، د فیشنر د راپور له مخې چې ویلي یې وو په ژمي کې له سالنګه  تیږي او واوري راښویېږي او د برېښنا مزي پرې کوي، اعتراض وکړ.

خو د اپرېل په ۳۰مه نېټه د کابینې په مجلس کې دولت اعلان وکړ چې د برېښنا د لېږد کار به د سالنګ له لارې ډېر ژر پیل شي.

د بامیانو ولایت لاریون‌وال وايي چې د پروژې د لارې بدلول تبعیض دی. انځور: نور عزیزي.

د بامیانو ولایت لاریون‌وال وايي چې د پروژې د لارې بدلول تبعیض دی.
انځور: نور عزیزي.

د ۲۰۱۶ کال د مې په ۳ مه نېټه، د امورو ادارې استازو له بامیان څخه سالنګ ته د ټوټاپ پروژې د بدلولو سببونه وړاندې کړل. خو د فیشنر ماسټر پلان وايي؛ د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لېږد باید له پلخمري څخه کابل ته د بامیان له لارې شوی وای. خو د ډونرانو (ADB, WB, USAID, IDB)  په غوښتنه د اړوندو وزارتونو او برېښنا شرکت استازو په استازیتوب  د ۲۰۱۳ کال په فبروري میاشت  کې د جرمني په سټتګارت کې ناسته جوړه کړه . په‌دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې فیشنر کمپنۍ دې د سالنګ په لاره هم یوه مطالعه او څېړنه وکړي. د فیشنر د څېړنو له مخې، له‌دې لارې د دې پروژې پلي کول ارزانه او ژر کېږي، نو ځکه د ډونرانو له رضایت سره سم دا لاره بدله شوه. بریښنا شرکت هم د وزارتونو د شوراګانو د پرېکړې سره سم د سالنګ لارې لپاره چې په ۱۳۹۲ کې خبرې په شوې وې د داوطلبۍ اسناد چمتو کړل.

د دولت دې پرېکړې حالات خراب کړل، برېښنا شرکت او د اوبو او برېښنا وزارت هم په خبري کنفرانس کې د کابینې له‌دې پرېکړي ملاتړ اعلان کړ او ویي ویل چې د ډونرانو د فشار او د فیشنر د غوښتنې له مخې یې د سالنګ لاره غوره کړې ده.

خو بل خوا فیشنر غلی پاتې او رسنیو څخه د افغانستان په اړه له مرکو ډډه کوي.

تېره جمعه د بامیان ولایت اوسېدونکو د برېښنا د لېږد لارې د بدلولو لپاره لاریون کړی وو. دوی په دې ټینګار کوی چې د برېښنا مزي  چې پانګه‌اچونې او ډېر کاري فرصتونه له ځانه سره لري، باید د دوی له ولایته تېر شي.

لاریون‌والو ویل، د دې پروژې د لارې بدلول غیرعادلانه او د سیمي له خلکو سره چې هزاره توکمه دي، ښکاره تبعیض دی، دوی دولت ته اخطار ورکړ چې تر هغو به دوی خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي، تر څو چې یې غوښتنې نه وي، منل شوې.

د بامیان لاریون، په هېواد کې د لا ډېرو لاریونونو پیل وو.

لاریونونه له بامیانو را پيل شول .... انځور، نور عزیزي

لاریونونه له بامیانو را پيل شول ….
انځور، نور عزیزي

دواړو خواوو ته وضعیت خراب دی، ځینې په ټولنیزو رسنیو کې زاړه زخمونه او قومي مسلې راپورته کړي. هزاره لیږه‌کي ځانونه د افغانستان محروم او ځپل شوي احساسوي، بل‌خوا د ۱۹۹۰ لسیزې د خونړیو جګړو داغونه لا تر اوسه حس او لیدل کېږي.

د روښنایئ حرکت، د خلکو عالي شورا په کابل کې د دې لپاره جوړه شوه چې د برېښنا لېږد د فیشنر کمپنۍ له پرېکړي سره سم د بامیان له لارې وشي. د ۲۰۱۶ کال د مې په نهمه نېټه د دې غونډې ګډون‌والو دولت ته یوه اوونۍ وخت ورکړ، تر څو خپله پرېکړه بدله کړي، که داسې و نه کړي، دوی به د میلیوني خلکو لاریون وکړي.

دا ناسته د لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شوه او د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش، د اجراییه رییس دویم معاون محمد محقق، د پخواني ولسمشر سلاکار، کریم خلیلي او نورو لوړ پوړو سیاست‌والو او د هزاره ټبر خلکو په کې ګډون کړی وو.

له‌دې ناستې یو ساعت وروسته ولسمشر اشرف‌غنی په ټلوېزیون کې راښکاره شو، هغه وویل چې د سالنګ له لارې د دې پروژې د لېږد پرېکړه د کرزي په وخت کې شوې او د دې ستونزې د حل لپاره به یو کمېسیون وټاکي، تر څو د دې پروژې ټول اسناد وڅېړي، دولت به د نویو معلوماتو له مخې خپله پرېکړه وکړي.

خو لاریون‌کوونکو دا و نه‌منله او ویې ویل چې نوي کمېسیون ته هېڅ اړتیا نه‌شته. هغوی د خپل حق غوښتنونکي دي، دوی به د مې په ۱۶مه د دوشنبې په ورځ لوی لاریون وکړي.

په هرات کې لاریونونه انځور: نسیم سیامک

په هرات کې لاریونونه
انځور: نسیم سیامک

دوی د ډېرو پياوړو خلکو لکه؛ د بلخ والي، عطا محمد نور، رحمت الله نبیل او امرالله صالح د ملي امنیت پخواني رییسان، عمر داووزی، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د کورنیو چارو پخواني وزیر او نورو ډېرو سیاست پوهانو او پارلمان غړو ملاتړ له ځانه سره لري.

بل‌خوا په پکتیا ولایت کې په سلګونو خلک  د دولت د پرېکړې په ملاتړ سړکونو ته راوتلي وو. دوی وایي چې له بامیان ولایت څخه د برېښنا لېږد به دوی له برېښنا څخه محروم کړي؛ دې مسلې پارلمان هم په دوو برخو ویشلی دی. چې ځینې یې په خلاف او ځینې یې د دولت طرفداران دي.

د دې بحران کنټرولول به د ملي وحدت سست دولت او د ولسمشر اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ناسم یووالی ته ستونزمن وي.

(۴۸)

د دوشنبې ورځې لاریون، د دولت لپاره لوی ګواښ

د لیکوال په اړه
-