له ځیرکو ټلیفونونو د شخصي موادو خپرېدل؛  څوک یې خپروي!

ځای: ننګرهار
لیکوال

جلال اباد، ننګرهار ولایت؛ “کورنۍ ویډیوګانې، انځورونه، سندرې او که فلمونه غواړې؟” دا د هغه کس پوښتنه وه چې له کمپیوټر څخه یې د خلکو د موبایلونو میموري کارډونه ورډکول.

د څو افغانیو په بدل کې دوی خلکو ته چې ځیرک او لوړ ماډل ټلیفونونه لري، خو انټرنیټ ته په کې لاس رسی نه لري، د ساعت‌تېري لپاره مواد ور اچوي، کله کله داسې هم کېږي چې د دې خلکو پېرودونکي شناخته انځورونه او ویډیوګاني وینې، حیرانېږي او له خواشینۍ یې رنګ تک‌سور اوړي.

د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، را ته وویل: “زه په یوه میلمستیا کې وم، کله چې مې دوه ځوانان ولیدل چې د یوه او بل موبایل ته د بلوټوت له لارې مواد ور لېږي، ډېر خواشینی او غصه شوم؛ هغوی ته چې مې وکتل، دوی زما د کورنۍ شخصي انځورونه یوه او بل ته سره لېږي.”

له څیړنو وروسته هغه په‌دې پوه شوم چې له دغو کسانو څخه یوه یې دا انځورونه په بازار کې له یوه میموري ډکوونکي څخه اخیستي دي؛ هغه پیوندګاه ته وویل: “زه بازار ته هماغه کمپیوټر کار ته ورغلم، له هغه څخه مې پوښتنه وکړه چې زما موبایل ته هم ځینې مواد راولېږه، هغه ما ته هغه انځورونه وښودل چې ځینې یې زما د کورنۍ وو، ما هم بې‌له ځنډه په هغه برید وکړ او ومي وهی.”

د افغانستان په شان محافظه‌کاره ټولنه کې د یو چا شخصي او کورني انځورونو د ناڅیزه پیسو په بدل کې چې بازار ته ووځي، غټه د شرم خبره ده.

مخابراتي شرکتونو او زیربناوو له تېرې یوې نیمي لسیزې را په‌دې خوا ډیر پرمختګ کړی، خو لا تر اوسه هم په خپلو لومړنیو پړاوونو کې دي، دلته ډیجیټلي کېدل ډېر ورو روان دي؛ دا په‌دې معنی چې ډېری خلک په ولایتونو کې ځیرک ټلیفونونه لري، خو بل‌خوا  خلک د ښارونو له مرکزه بهر، سم او یا هم هیڅ انټرنېټ نه‌لري. د دې خالی‌ځای ډکولو په موخه ځینو ځوانانو، واړه تجارتونه پیل کړي دي، دوی د سړکونو تر غاړې کمپیوټرونه ایښي او د خلکو موبایلونو ته ویډیوګاني، فلمونه، موسیقي او انځورونه ور اچوي.

اوس په ډېرو موبایلونو کې دا شان مواد شته او پیدا کېږي، دا ډول کارونه خلکو ته انټرنیټ ته د دروغو لاسرسي فکر ورکوي، حال دا چې داسې نه ده، دوی انټرنیټ ته هیڅ لاسرسی نه لري؛ خو په خصوصي حریم برید او ورننوتل ډېره جدي موضوع ده.

په پورتنۍ قضیه کې دا کس بالاخره په دې پوه شو چې انځورونه یې څنګه له کوره وتلي دي، دا هغه وخت وو چې وړوکي ورور یې هغه موبایل چې د کور انځورونه په‌کې وو، ورک کړی وو.

هغه وايي: “هغه چا چې موبایل پیدا کړی وو، په کمپیوټرکار یې خرڅ کړی وو، په‌دې ډول زموږ د کورنۍ انځورونه او شخصي مواد په بازار کې خپاره شول؛ دولت باید د خصوصي انځورونو او موادو خپرول کنټرول او بند کړي.”

خو افغان دولت تر اوسه په دې برخه کې لومړني ګامونه لا نه‌دي اخیستي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، اورنک صمیم وایي چې تر اوسه یي په‌دې اړه کوم رسمي شکایت نه‌دی تر لاسه کړی، هغه زیاتوي: “د دې ډول قضییو د مخنیوی لپاره موږ د حج او اوقافو ریاست، ولایتي شورا غړو او امنیتی پوځونو  په همغږۍ یو ګډ کمېسیون جوړ کړی، موږ د دې کمېسیون له لارې هڅه کوو تر څو هغه کسان چې د خلکو په خصوصي حریم برید کوي او په غیر قانوني ډول د هغوی شخصي مواد خپروي، په ګوته او تر کنټرول لاندې یې راولو. ”

13162080_607026872805726_65886974_nصمیم له خلکو څخه غواړي چې له خپلو کورني او خصوصي موادو څخه ساتنه وکړي، تر څو په بازارونو کې خپاره نه‌شي.

هغه زیاتوي: “له کورنیو څخه غواړو چې په خپلو موبایلونو کې د انځورونو او ویډیوګانو له ثبتولو ډډه وکړي، که چېرې د اړتیا لپاره یې کوي، هیله ده چې ساتنې ته یې خاصه پاملرنه وکړي.”

د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی، ۲۵ کلن ذبیح‌الله وایي: “دا دکورنۍ د مشرانو مسوولیت دی چې د کورنۍ د نورو غړو موبایلونه وخت په وخت چک او کنټرول کړي، تر څو داسې څه په کې نه‌وي چې دوی ته ستونزې راپیدا کړي.”

هغه زیاتوي: “مور او پلار باید خپلو اولادونو ته د ځیرک موبایلونو پرځای ساده موبایلونه واخلي.،ځکه ډېری وختونه خلک په ودونو او نورو محفلونو کې انځورونه او ویډیوګانې اخلي چې بیا بازار خپرېږي.”

ذبیح الله له هغو چې دا مواد خپروي هم غوښتنه کوي چې د خلکو د خصوصي موادو له خپرولو ډډه وکړي.

هغه وايي: “زه د یو افغان مسلمان په توګه دوی ته وایم چې د چا خصوصي مواد دې نه خپروي، ځکه له یوې خوا د هغوی شخصیت او عزت ته سپکاوی دی، بل‌خوا دوی ته په دې ډول نور غمونه او ډښمنۍ پیدا کېږي.”

درانی تدبیر، په جلال اباد ښار کې له خپله کمپيوټره خلکو ته انځورونه او سندرې لېږي، هغه وایي چې د خلکو خصوصي مواد د دوو لاملونو له مخې بازارونو ته راوزي. د دې دوو لاملونو په اړه هغه وايي: “ځینې خلک د شخصي دښمنۍ له کبله د نورو خلکو ویډیوګانې او انځورونه موږ ته راوړي چې خپاره یې کړو، خو موږ دا کار نه کوو، بل کله کله د موبایل کاروونکي د نه پاملرنې له امله د دوی خصوصي مواد خپرېږي چې دا یا د موبایل د ورکېدو له امله وي او یا هم چې د موبایل لرونکي ته د خپل موبایل د موادو د ساتنې سمې لارې نه وي معلومي.

تدبیر وایي: “تر اوسه هم، داسې خلک شته چې د ځیرک موبایلونو په سمه کارونه نه پوهېږي، د موبایل لپاره مواد هم باید له داسې چا څخه واخیستل شي، چې تاسو په هغه باور ولرئ، چې شخصي موادو ته مو لاس نه وروړي.”

(۱۵۳۶)

له ځیرکو ټلیفونونو د شخصي موادو خپرېدل؛ څوک یې خپروي!

د لیکوال په اړه
-