”موږ افغانان فکر کوو چې اروپا جنت ده، خو زه وایم چې …”

ځای: کابل، افغانستان
لیکوال

راګرځېدلی افغان مهاجر د خپلو هڅو او اروپا ته د تګ په اړه را ته کیسه کوي.


کابل- افغانستان ـ حیات‌الله هومن، د اسمان مخې ته، د فوټبال لوبو پرمهال، په فیسټیوالونو کې او د جهیل له څنډو سره سلفي انځورونه اخیستي او له ځانه سره یې لري؛ خو اوس دا مهاجر بېرته کابل ته راګرځېدلی چا چې دومره اوږده لاره په سویډن کې د ژوند کولو لپاره ووهله، هغه شا او خوا یو کال هلته تېر کړی دی.

پیوندګاه په کابل کې له هغه سره د هغه د سفر او هلته د ژوند په اړه خبرې کړې دي، هغه وايي: ”ما اورېدلي وو چې سویډن د کډوالو لپاره ښه ځای دی. ما ته ویل شوي وو چې سویډن کې یو یا دوه کاله وروسته ځای او قبولي درکوي، ما غوښتل چې کار وکړم، تر څو له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم او د هغوی ملاتړی و اوسم.”

همون له کابل پوهنتون څخه د تاریخ له ډیپارټمنټه فارغ شوی دی. هغه هیله درلوده چې په بهرنیو هېوادونو کې زده‌کړي وکړي او په افغانستان کې له وضعیت ښه کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.

همون انساني قاچاق‌وړونکو ته ۸۰۰۰ ډالر ورکړل او دا اوږد سفر یې پیل کړ، لومړی پاکستان ته، بیا له هغه ځایه ایران، بیا ترکیې او بالاخره یونان ته ورسېد. له یونانه وروسته هغه کولی شول په ازاد ډول په اروپايي هېوادو کې سفر وکړي، ځکه دی اوس اروپايي اتحادیې ته ننوتلی وو.

هومن به په هره پوله له یوه قاچاق‌وړونکي بل ته سپارل کېدی، په لارۍ، ریل، بس او موټرسایکلونو له څو میاشتنیو سفرونو وروسته د مقدونیې، سربیا، هنګري، اسټریا، جرمني او ډنمارک له پولو تېر شو او بالاخره سویډن ته ورسېد.

هغه په خندا وویل: ”زه دویم مارکوپولو یم.”

هغه خپل سفرونه په ډېر احتیاط سره ثبت کړي او په خپل ځیرک ټليفون کې تر ۶۰۰ ډېر انځورونه لري، خو د هغه خندا او د شېبو ستاینې رښتیا نه‌وې؛ هومن له خپله ژونده خوند نه اخیست.

هغه ویل: ”ما خو داسې کوم ښایسته او زړه‌راښکونکی ځای پیدا نه‌کړ؛ موږ افغانان فکر کوو چې اروپا جنت دی، خو زه وایم چې دا حقیقت نه‌ده.”

همون د لارې په اوږدو کې ډاروونکې او له ستونزو ډکې کیسې نه لري او نه هم کله چې دی سویډن ته ورسېد له ستونزو سره مخ شوی.

هغه په پسخند سره وویل: ”د کوچنیانو کمپ نسبتاً ښه وو، ښه ډوډۍ یې ورکوله، روغتیايي خدمات یې درلودل، د لوبو لپاره یې اسانتیاوې درلودې. موږ ته یې ښوونځي ته د تګ لپاره د بس کارتونه په وړیا ډول راکول.”

28a58e31-3242-4d0a-964e-8b63f1691b3bله کالج څخه فارغ شوی ۲۳ کلن ځوان، د کډوالو چارو کارکوونکو ته ویلي وو چې ۱۷ کاله عمر لري او له ښوونځي څخه تر اوسه نه‌دی فارغ شوی.

د سوېډني ژبې له زده‌کولو وروسته هومن په نهم ټولګي کې زده‌کړې پیل کړې.

هغه په خندا وویل: ”ما ډیر څه زده‌کړل.”

خو حقیقت ژر ښکاره شو، هغه موږ ته وویل: ”ما غوښتل کوم مناسب کار ځان ته پیدا کړم، خو باید ډېر وخت مي انتظار ورته کړی وای.”

کله چې هومن خپله ۱۸مه کلیزه ولمانځله، د لویانو کمپ ته واستول شو چې وضعیت یې چنداني ښه نه وو. هغه ویل: ”هغوی موږ ته د میاشتې ۱۰۰۰ کرونه ( ۱۲۴ ډالره) د صابون، شامپو او نورو اړتیاوو لپاره راکول. ډوډۍ یې هم بده نه‌وه. که به څوک ناروغ وو، له یوې میاشتې مودې وروسته به ډاکټر ورته راغلی چې تر هغه مهاله به هغه د مرګ تر پولې پورې رسېدلی وو.”

هومن په‌دې هم پوهېدلی وو چې قبلېدل به یې ډېر وخت ونیسي. هغه وايي: ”ما ته یې وویل ستا قبلېدل شاید تر دوه کاله وخت ونیسي، له هغه وروسته شاید تر پنځو کلونو ته دنده پیدا کړای شې؛ ما نه غوښتل دومره ډېر وخت مې بې‌ځایه تېر کړم.”

هومن د مشورې لپاره مور او پلار ته زنګ را وهي، وايي: ”مور او پلار مې را ته وویل که چېرې د ماسټري اخیستلو لپاره پاتې کېدای شې پاته شه، خو که ښوونځی له پيله درباندې وايي، نو بیا بېرته راشه.”

a381574f-bf2b-4fb0-a9fc-8e5ba45e2e81هغه د کډوالۍ چارو له کارکوونکو سره خپل حسابونه تصفیه کړل؛ هومن وايي ما غوښتل د تاریخ په برخه کې ماسټري واخل، چې وعدې هم ورسره شوې وې، خو هغهمهاجرت له مقاماتو سره خپل حساب تصفیه کړ. د هغه په وینا هغه غوښتل چې په تاریخ برخه کې ماسټري واخلي، هلته ورسره وعدې هم شوې وې خو هغه بیا غوښتل چې د مسافري ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

هومن وایي: ”ما په سویډن کې ډېر پرېشانه ژوند درلود، زړه مي په تنګ شوی وو، ډېر زیات مې غوښتل چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځم.”

له راتګ سره د هغه ستونزي نه ختمېږي، هغه له نورو ستونزو سره مخ کېږي.

هغه وایي: ”دولت تل خلکو ته درواغ وایي، خلکو ته د پاتې کېدو لپاره زمینه نه‌شي برابرولی.”

هغه ډېر وخت کېږي چې په کار پسې ګرځي؛ هره ورځ وېب‌پاڼې ګوري، خپل درسي اسناد هرې خوا ته لېږي، خو تر اوسه یې کوم څه لاس ته نه‌دي راوړي. په حقیقت کې دا هغه څه دي چې ډېری افغانان یې هېواد پرېښودو ته اړ ایستي دي.

هغه زیاته کړه: ”۹۰ سلنه خلک چې وطن پرېږدي، د کار په لټه کې وي. د کورنۍ یو غړی ځي او نورو ته پیسې رالېږي.”

هغه په ډېره بې‌اعتنايۍ سره وايي: ”دا سل کاله کېږي چې په افغانستان کې جکړه ده. نه پوهېږم ستونزه څه ده؟”

افغان کډوال د سیل په څېر له هېواده روان دي، د یو ان اچ سي ار د شمېرو له مخې تېر کال شا او خوا ۲۰۰۰۰۰ تنو افغانانو هېواد پرې ایښی او اروپايي هېوادو ته تللي دي، چې دا شمېرې به په ۲۰۱۶ کال کې نورې هم لوړي شي. د امنیت او نېکمرغۍ خوبونو په حقیقت بدلولو لپاره به خپل ځانونه او ژوندونه په خطر کې واچوي. له سوریې وروسته افغاننستان دویم هېواد دی چې ډېر کډوال لري.

همون کوښښ کوي چې تر خپل وسه دا حالت ودروي. هغه وایي: ”ما خپل د کاکا زامنو سره هم کوښښ وکړ چې را ویې ګرځوم، خو هغوی زما خبره و نه منله، جرمني ته ولاړل او بېرته راغلل.”

ځینې افغانان رښتیا هم بېرته راګرځي. د مهاجرینو نړیوال سازمان راپورونو له مخې د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ څلورمه کې ۱۴۰۰ تنه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې دا شمېره د تېر کال (۲۰۱۵) په پرتله چې په ټول کال کې یوازې ۱۴۰۰ تنه ستانه شوي وو، لوړه ده.

د راګرځېدونکو شمېرې د تلونکو په پرتله ډېره ټیټه ده.

همون ته د سویډن کډوالۍ ادارې له خوا ۳۰۰۰ ډالر ورکړل شوي دي، تر څو بېرته افغانستان ته وګرځي، دې اندازه پیسو هغه ته بل ځای ته د مهاجرت لپاره بسنه نه کوله، خو له ده سره یې مرسته کوله، تر څو خپل هېواد او خپل کور ته راوګرځي.

هغه خپله کیسه له نورو سره شریکوي او په ویاړ سره وایي: ”زه په میوند ټلوېزیون کې میلمه وم. بیا یې په خندا وویل: ”متاسفانه دا هغه وخت وو چې کابل برېښنا نه درلوده.”

د افغانانو د ساتلو او له تګه د راګرځولو لپاره ډېرې هڅې شوې او کېږي دولت د (له ماسره پاتې شه) تر نامه لاندې کمپایل پيل کړی وو.

د ا په‌داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني هم په تُنده رویه داسې کمپاین کوی.

ولسمشر په مارچ میاشت کې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې په داسې حال کې چې موږ  په ملیونونو ډالر مصرف کړل، خو دوی اوس هم د ډېر لېږ فشار له امله له هېواده تښتي.  هغه ویل: ”هېواد په‌داسې حال کې چې خلک یې په تیښته کې دي نه‌شي پاتې کیدای. زه له‌دوی سره هېڅ ډول غم‌شریکي او مهرباني نه‌لرم.”

f9d62d14-daae-4bfe-b508-00c93549848cله بلې خوا مدني ټولنو بیا له نرمې رویې څخه کار واخیست او د (افغانستان تا ته اړتیا لري) تر نامه لاندې یې په فیسبوک او ټویټر کې کمپاینونه پیل کړل.

هغو هېوادونو ته چې مهاجرینو غوښتل لاړ شي، هم د خلکو لپاره پوسټرونه او ویب‌پاڼې ډیزاین کړې، ترڅو دوی د مهاجرت په اړه له ښو هیلو او امیدونو څخه راوګرځوي او دې ته یې وهڅوي چې وطن پرې نه‌ږدي.

خو تراوسه داسې ښکاري چې اغېزه یې لږه وه.

هومن هیله لري چې د ده کیسه او وینا به د ده نور هېوادوال دې ته وهڅوي چې دا سفر په غاړه وانخلي.

هغه غواړي چې خپل پیغام په فیسبوک او ټویټر کې خپور کړي او هیله لري چې د خپل سفر په اړه یو کتاب ولیکي، هغه وایي: ”ما له ځانه سره یوه کتابچه او قلم هم اخیستی وو، هر څه چې راپېښېړدل، هغه مي لیکل، اوس غواړم چې د کتاب په بڼه یې خپاره کړم. خلک وايي چې اروپا جنت دی، خو زه مې د دې کتاب له لارې هغوی ته حقیقت بیانوم.”

(۷۸)

”موږ افغانان فکر کوو چې اروپا جنت ده، خو زه وایم چې …”

د لیکوال په اړه
-