ناوه؛ له دولته هېره شوې ولسوالۍ

ځای: ناوه، غزني

پلار د کتابونو یوې رېړۍ ته ولاړ دی، پنج‌سپاره ګوري، تر څو یې د خپل زوی لپاره واخلي؛ هلک خپل نوم کریم را ته وښودی، پوښتنه مې ځینې وکړه چې د څوم ټولګي زده‌کوونکی یې، چوپ پاتې شو، په مسکي يې پلار ته وکتل. پلار یې را ته وویل: “موږ د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي یو، هلته له کلونو راهیسي ښوونځي تړلي دي، زموږ بچیان له ښوونځیو بې‌برخې دي، اوس ورته سپاره اخلم چې د کلي له ملا څخه قران‌کریم ولولي.“

ناوه ولسوالۍ  د غزني ولایت په سویلي سیمه کې پرته ده چې  له پکتیکا او زابل ولایتونو سره ګډه پوله لري. دا ولسوالۍ نږدي نهه کاله کېږي چې د طالبانو په لاس کې ده.

ناوه ولسوالۍ د طالبان لپاره د زابل، وردګو، غزني، اروزګان او دایکنډي ولسوالیو تر منځ د تګ‌راتګ اصلي لاره شمېرل کېږي؛ د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې له دوه‌اوونیزو پوځي عملیاتو وروسته حکومتي ځواکونو وکولای شول، دا ولسوالۍ د طالبانو له لاسه ونیسي.

خو دا نیونه یوازې د څو ورځو لپاره وه، بېرته طالبانو ته پرېښودل شوه.

ناوې ولسوالۍ ته هېڅ دولتي کارکوونکي نه‌شي تلی او نه هم هلته د دولتي کارونو کومه پته لګېږي. ښوونځي ټول تړل شوي، روغتیايي مرکزونه نشته، د نابلدو خلکو ورتګ هم دې ولسوالۍ ته له ستونزو ډک دی، شاید هلته ورتګ یې د سر په بیه تمام شي، موږ په غزني ښار کې د دې ولسوالۍ له خلکو څخه د هغوی د ژوند او ستونزو په اړه پوښتي دي.

زین‌الدین مې په غزني ښار کې ولیدی چې له ناوې ولسوالۍ څخه راغلی دی، هغه د دې ولسوالۍ په اړه را ته وویل: “ناوه ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په لاس کې ده، هلته د طالبانو حکومت دی، نه ښوونځی شته، نه هم روغتیايي مرکزونه، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، که څوک ناروغ شي، تر غزني پورې رارسول یې هم له ستونزو ډک دي، ځکه لارې هم خرابې دي، ډېری ناروغان غزني ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.“

د غزني ولایت ناوه ولسوالۍ.  انځور اخیستونکی: زین‌الدین

د غزني ولایت ناوه ولسوالۍ.
انځور اخیستونکی: زین‌الدین

زین‌الدین وايي، په‌دې ولسوالۍ کې د سیمي څو تنو چې له نورو ولایتونو د ښوونځي له دوولسم ټولګیو څخه فارغ شوي، شخصي درملتونونه پرانستي دي چې هغه هم کوم خاص وسایل نه لري، کله کله خو یې دواوې هم تر وخت تېري وي چې ناروغانو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

اوس میندې او پلرونه هم د خپلو بچیانو د بې‌سواده پاتې کېدو له امله خواشیني دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی، جمعه‌ګل بیا وايي، ماشومان مو زده‌کړي کوي، خو هغه دولتي سیسټم نه دی، طالبان ورته په یوه کور کې زده‌کړي ورکوي، هغه وايي: “زموږ ماشومان ټول بې‌سواده لوی شول، د زده‌کړو لپاره یې درسي ودانۍ نه لرو، ماشومانو مو په یوه شخصي کور کې هغه هم د طالبانو له خوا درس لولي، چې ښوونکي یې ټول طالبان دي.  که یې هلته ونه لېږو ټول ژوند بې‌ځایه تېرېږي.“

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دولت باید ژر تر ژره موږ له دې ستونزو خلاص کړي، خو تر اوسه هم دولت د دې غوښتنو پر وړاندې کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د جمعه‌ګل د خبرو له مخې له تېرو څو کلونو را په‌دې خوا دولت په دې ولسوالۍ کې کومه عام‌المنفعه پروژه نه‌ده عملي کړې او س خلکو ته داسې ښکاري چې ګواکي همدا طالبان دولت دی.

د سیمي اوسېدونکي د طالبانو له لوري له دوی څخه په زوره ډوډۍ غوښتل او د دوی او بهرنیانو له‌خوا په دوی شپې تېرولو هم سر ټکوي.

دغزنی ولایت دامنیه قومندانۍ مطبوعاتی مسئول احمدفهیم امیری وایي: “ناوه ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. موږ د جګړې لپاره تیار یو، خو د مرکزي دولت له مرستې پرته موږ د عملیاتو وس نه لرو.“

امیري وایي، د ناوې ولسوالۍ نیول د نورو ګاونډیو ولایتونو پر امنیت هم اغېزه درلودلای شي.

امیري زیاتوي: “طالبان خپل ملګري له همدې ولسوالۍ څخه اکمالوي. بل‌خوا ناوه ولسوالۍ د پکتیکا ولایت د وازې‌خوا ولسوالۍ له لارې له پاکستان هیواد سره نښلول شوې ده،  له کومه ځایه چې طالبان او نور ترهګر په اسانۍ دې ولسوالۍ ته داخلېدلای شي.“

(۷۸)

ناوه؛ له دولته هېره شوې ولسوالۍ

د لیکوال په اړه
-