« هغه زما په غیږ کې ساه ورکړه او وفات شو.»

ځای: کابل

اعجاز ملکزاده هغه څوک چې د دهمزنګ له پیښې څخه روغ رمټ ووت، د پیښې داسې کیسه کوي

زما په یاد دي د سهار ۱۰:۳۰ بجې وې، زه له کارته پروان څخه د ده بوري په لور وخوځیدم. ده بوري هغه ځای وو چې زه د پوهنتون له ټولګیوالو او نورو لاریون کوونکو سره پکې یوځای شوم. زه هزاره نه یم، د پنجشیر ولایت څخه یم خو ډیر مې غوښتل چې د خپلو ملګرو سره په لاریون کې ګډون وکړم او د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړم.

IMG-20160725-WA0002

د روښنایۍ بهیر لاریون کوونکي (انځور: اعجاز ملکزاده

ځینو لاریون کوونکو د ځینو منفي تبلیغاتو په اوریدو سره غوښتل چې لاریون پریږدي. زما ملګری او زه د دهمزنګ څلورلاې په کوچنیو دیوالونو ناست وو او د لاریون په هکله مو خبرې کولې. د غرمې ډوډۍ په وخت مو  کابل ژوبڼ ته نژدي څه بسکویټ او اوبه واخیستل او بیرته د هغه لارۍ لاندې چې بیرغ پرې لګیدلې وو او د لاریون مخکې روان وو، کیناستو. ملګري مې راته وویل، « ما ته یوه مهمه دنده راپه غاړه ده.». هغه د لاریون تنظیم کوونکو سره په اړیکه کې وو، او ویل یې چې پوهنتون ته باید لاړ شي او خپل نور ملګري خبر کړي ترڅو په لاریون کې ګډون وکړي، ځکه چې ډیری خلک له هغه ځایه څخه تلل.

ما ورته ویل چې دا کار مه کوه ځکه د پوهنتون رییس به یې په دې بهانه چې سیاسي جرم یې کړي له پوهنتونه وباسي.  ما یوازې ورته بهانې لټولې چې هغه له تلو ستون کړم. په همدې خبرو کې ما شاوخوا کتل او د خلکو په کتو مې له چاپیریاله خوند اخیستو. دا یوسوله اییزه لاریون وو، خلک یو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وو او دیو بل یې احترام کاوه.

IMG-20160725-WA0024 (2)

د روښنایۍ بهیر لاریون کوونکي (انځور: اعجاز ملکزاده

موږ ځانونه په امن کې احساسول او د دې شومې پیښې فکر موهم نه شو کولای.  زما ملګري، علي رضا ما سره خبرې کولې، هغه ویل« راځه چې د یوې ونې سیورې ته کینو ځکه هوا ډیره ګرمه ده».

موږ په تلو تلو یو بل سره خبرې کولې چې ناڅاپه مو د انفجار غږ واورید. د ویریدلیو خلکو څپې موږ په ځمکه وغورځولو. ما د خلکو اوازونه اوریدل چې د مرستې لپاره یې چیغې او زارۍ کولې. له ډیرې حیرانۍ او خواشینۍ مې نه شو کولای په پښو ودریږم، زه هم په چیغو سر شوم.

IMG-20160725-WA0014 (2)

د روښنایۍ بهیر یوتن لاریون کوونکی چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی ( انځور: اعجاز ملکزاده

یو ځوان سړي غوښتل چې ودریږي خو پښو یې هیڅ توان نه درلود. ما هغه له لاسه ونیوخو لاسونه مې له وینو ډک شول. هغه خپله کلیمه وویله ( اشهدان لا اله الاالله ) او سترګې یې پرانیستې پاتې شوې. هغه زما په لاسونو کې ساه ورکړه. ما د هغه سترګې پټې کړې او یو خواته مې پر ځمکه څملاوه. هلته یوازې یو امبولانس وو چې چلوونکی یې حیران وو کومه خوا لاړ شي.  هغه ځینې ټپیان امبولانس ته وخیژول، خو د ټپیانو او مړو شمیر زیات وو چې په کتویې سړی لیونی کیدو.  زه یې بیانولی نه شم.

ځینې ټپیان د امبولانسونو د ناوخته رارسیدو له کبله مړه شول، ځینې بیا د ژوور ټپونو له کبله امبولانسونو ته د انتقالیدو په حال کې ژوندونو له لاسه ورکړل. زما ښه په یاد دي درې انفجاره وشول. دهمزنګ په څلورلاره کې ویره خپره وه، هر خوا د باروتو او وینو بوی وو. ما د داسې صحنې خوب هم نه وو لیدلی خو په هغې ورځ مې په حقیقي بڼه وکتله.

ملګري مې زما لاس ونیو او ویې ویل« د مړو او ټپیانو شمیر زیات دی، موږ نه شو کولای ټولو سره مرسته وکړو. ماسره لیلیې ته لاړ شه، جامې دې بدلې کړه او بیا کورته لاړ شه.» موږ حرکت وکړ ترڅو له هغه ځایه لیرې لاړ شو. هلته ځینې ښځې هم وې چې د سیمې انځورونه نه یې اخیستل او خپل ملګري یې لټول.

له هغې ورځې راهېسې له هرڅه ویریږم. لوړ اوازونه مې هم ویروي. داسې فکر کووم چې لاسونه مې په وینو ککړ دي. ځینې پولیس هم هلته وو چې لاریون کوونکو ته یې خاصه پاملرنه نه کوله. هغوی ایسکریم خوړو او په بې مسولیتۍ سره هاخوا دې خوا ګرځیدل. زما په یاد دي چې کوچنیو ماشومانو خلکو ته ډوډۍ، خرما او اوبه ویشلې، نه پوهیږم هغوی ته به څه پیښ شوي وي.

(۹۰)

« هغه زما په غیږ کې ساه ورکړه او وفات شو.»

د لیکوال په اړه
-