په سړکونو مرګونه: په افغانستان کې ټرافیکي پېښي ډېر ژوندونه اخلي

ځای: کابل

د کندهار په یوه ټکټ پلورنځي کې انځور ځوړند وو او تر انځور لاندې لیکل شوي وو (شهید…….). ټکټ‌پلورونکي په ډیره خوشحالۍ غوښتل په اړه یې خبرې وکړي.

هغه ویل: ”هغه زموږ په نماینده‌ګۍ کې د ۳۰۳ بس چلوونکی وو، د کابل – کندهار پر لویه لاره په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شو.”

دا شهید یوازې نه وو، بلکه په‌دې پېښه کې له ۳۰ ډېرو وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ما ځینې وپوښتل،  ولې شهید ورته واياست؟ ”هغوی چې په خرابو لارو په بې‌احتیاطۍ سره موټرونه ځغلوي او د خلکو له ژوند سره لوبي کوي، وژل کېږي، شهید نه بلکه قاتلین دي.” له‌دې سره هغه هم چوپ پاتې شو.

د ټرانسپورټي کمپنیو بې‌احتیاطه موټر چلوونو په سلګونو مسافرین د مرګ کندې ته غورځولي دي. په حقیقت کې له جنګ او زړه ناروغیو وروسته، ټرافیکي پېښي په افغانستان کې د مرګونو اصلي سبب ګڼل کېږي او د زېږېدو پر مهال د ماشوم او میندو مړېني او ځینو سرطانونو له امله مړېنه په وروسته کې راځي.

د غزني ولایت اوسېدونکي، نثار خپله کیسه راسره شریکوي، هغه وایي: ”په ۳۰۳ بسونو کې سفر کول له ژوند سره لوبې کول دي. کله چې زه وغواړم چېرته سفر وکړم، کورنۍ مې نه‌پریږدي چې په‌دې بسونو کې سفر وکړم، ځکه دوی د دې موټرو او د هغوی له چلوونکو بدې خاطرې لري، د هغوی په اړه یې بدې کیسې اورېدلې دي. د غزني کندهار پر لویه لاره په یوه پېښه کې نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ‌ژوبله واووښته، ډېرې ستونزي شته دي، خو موږ نه پوهېږو چا ته شکایت وکړو؟ ځمکني ماینونو په سړکونو لویي لويي کندې جوړې کړې دي، موټر چلوونکي همېشه چرس څکوي او په بې‌احتیاطۍ سره موټر چلوي چې له له دې سره دوی د خلکو ژوندونه هم په خطر کې اچوي.”

د۲۰۱۶  کال د مې میاشتې په ۸ مه نېټه د کندهار- غزني پر لویه لار دوه ۳۰۳ ډوله موټر د تیلو له ټانکر سره وجنګېدل چې د نثار د خبرو له مخې په هغه کې نږدې  ۱۰۰ تنو تنه مرګ‌ژوبله واووښته او دا بسونه په پوره ډول سوځېدلي وو.

اوس ډېری خلک په ۳۰۳ ډوله موټرو کې له سفر کولو وېرېږي.

نجیب‌خان چې غوښتل یې له کابله غزني ته ولاړ شي، په‌دې بسونو کې سفر لپاره زړه‌نازړه وو. هغه وایي: ”دا یوه لویه ستونزه ده، د دې بسونو ټکر او پېښي ډېرې خطرناکې وي. چلوونکي د سفر پر مهال او یا له روانېدو مخکې چرس څکوي او بیا په ډېره بې‌غورۍ سره موټر چلوي چې همدا د ټکر  سبب ګرځي، ما نه غوښتل چې ژوند مې په خطر کې واچوم.”

د کندهار اوسېدونکي له دولته غواړي، هغه ټرانسپورټي کمپنۍ چې خلکو ته داسې ستونزې پیدا کوي، باید جریمه شي. ډېری خلک دولت ځکه ملامتوي چې بېغوره او سست دی، خو بل‌خوا د ټرانسپورت وزارت چارواکي وايي، دوی هغه کمپنۍ چې ښه فعالیت یې نه کوی او یا یې له ټرافیکي قوانینو سرغړونه کړې وي، تر څار لاندي نیولي دي.

د مې میاشتې له پېښي وروسته ټرانسپورټ وزارت چارواکو د ۹۴۳ ثبت شويو ټرانسپورټي کمپنیو له ډلې د ۲۳۰ کمپنیو جوازونه د ټرافیکې قوانینو د نه‌ مراعتولو له امله لغو کړل.

د چارواکو په وینا د دومره زیاتو پیښو سبب د چلوونکو له‌خوا د قانون نه مراعتول، د چلوولو پر مهال د مخدره توکو کارونه او د هغوی بې‌غوري ګڼل کېږي.

د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۲ مه نېټه افغانستان د لویو لارو د خوندیتوب نړیواله ورځ ولمانځله. په‌دې غونډه کې د ټرانسپورټ وزارت مرستیال سید ولي سلطان د ستونزو اصلي لامل د قوانینو نه مراعتول او نه تطبیقول وبلل.

هغه وویل: ”په لویو لارو د ټرافیکو نه‌شتون دې ته لاره هواره کړې چې موټر چلوونکي له ټرافیکي قوانینو سرغړونه وکړي او په ډېره بې‌غوری سره موټر چلوي.”

هغه دا هم وویل چې یوازې تېر کال د ټرافیکي پېښو له امله ۱۴۰۰ کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي او تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

 

(۳۶)

په سړکونو مرګونه: په افغانستان کې ټرافیکي پېښي ډېر ژوندونه اخلي

د لیکوال په اړه
-