ځیرک ټلیفونونه، د غیر اخلاقي فلمونو تجارت ته یې لاره هواره کړې

ځای: کابل
لیکوال

 

جلال اباد ښار کې هغه ځوانان چې انټرنټ ته لاسرسی نه لري، کمپیوټرکارانو ته پیسې ورکوي، ترڅو د هغوی ځیرک ټلیفونونو او نورو وسایلو ته غیر اخلاقي فلمونه او ویډیوګانې ولېږي. دغه انځورونه او ویډیوګانې بیا وروسته له نورو سره شریکېږي او په ټولنه کې خپرېږي.

په داسې یوه محافظه‌کاره فرهنګ کې، دې ډول کړنو ډیرو ته اندېښنې پيدا کړې او وايي چې دا کار به د دوی راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.

۲۰ کلن حمیدالله د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی، هغه وایي: «کمپیوټرکاران د ځوانانو په ځیرک موبایلونو کې غیر اخلاقي فلمونه وراچوي چې دا کار د ځوانانو فکري لوری ور بدلوي. په لېرې پرتو سیمو کې هم ځوانان په داسې فلمونو او انځورونو کتلو باندې روږدي شوي دي.»

کمپیوټرکاران چې کوچني سوداګر هم ورته ویلای شو، له انټرنېټ څخه مواد را اخلي او بیا یې په هغو ځوانانو چې ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري، خو له انټرنېټ څخه ګټه نه شي اخیستلی یا لاسرسی نه ورته لري، پلوري. ځوانان خپل ځیرک موبایلونه له سندرو، لنډو ویډیوګانو، انځورونو او داسې نورو موادو ډکوي.

13472160_1026600837389504_2065529271_n

(کمپیوټرکاران په جلال اباد ښار کې.( انځور: ‌ذکریا همت

پیوندګاه په‌دې اړه هم راپور خپور کړی چې څنګه د خلکو کورني انځورونه مارکیټ ته د خرڅلاو لپاره وزي.

حمیدالله له دولته غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.ځیر

د ننګرهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست چې د منکراتو د مخنیوي کمیسیون هم لري، وایي چې هغوی د غیراخلاقي ویډیوګانو د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوره هڅې کوي، خو هغوی په‌دې ټینګار کوي چې دا کار دوی په یوازې ځان نه شي کولای.

د دې ریاست ریيس اورنګ صمیم وایي: «د منکراتو کمېسیون د غیراخلاقي موادو او هر هغه څه چې زموږ د دین خلاف وي، مخنیوي کوي. هر افغان باید د ټولنې د ستونزو په هوارولو کې ځان مسوول وبولي. هېڅ کمېسیون د خلکو له همکاریو پرته څه نه‌شي کولای.»

ډېری ځوانان د جلال‌اباد ښار په تلاشۍ چوک کې سره راټولېږي، هغوی له کمپیوټرکارانو غواړي چې د دوی موبایلونو او نورو وسایلو ته سندرې، انځورونه او ویډیوګانې ولېږي. له دغو کمپیوټرکارانو څخه وتوانیدلو له یوه سره خبرې وکړو.

هغه وویل: «موږ تر هغه چې خلک و نه‌غواړي، غیر اخلاقي فلمونه د چا موبایلونو او نورو وسیلو ته نه لېږو. موږ په دې پوهېږو چې دا کار په ټولنه منفي اغېزه لري، خو بیا هم دا کار ځکه کوو، تر څو یو څو پیسې لاس ته راوړو.»

د دې موادو د اخیستلو بیه هم چنداني ښه نه‌دی؛ کمپیوټرکاران دوه جې‌بي میموري کارډ په ۸۰ افغانیو ډکوي.

د دارالقرا مدرسې مدیر، مولوی ریدي‌ګل د خبرو له مخې دغه کمپیوټرکاران په خپله ځوانان دي او دوی د همدې غیر اخلاقي فلمونو د خرڅولو او خپرولو له لارې پیسې ګټي.

هغه وايي: «د غیراخلاقي فلمونه خپرول او له‌دې لارې پیسې ګټل حرام دي؛ دا چې دا کار په ټولنه منفي اغېزه لري او د اسلام له نظره هم منع شوی دی، د دولت دنده ده چې له خپرولو یې مخنیوی وکړي.»

ان د ښوونځي زده‌کوونکي هم خپل ځیرک موبایلونه لري او په خپلو موبایلونو کې سندرې، انځورونه او غیراخلاقي فلمونه ښوونځي ته راوړي، تر څو یې له خپلو ټولګیوالو سره وګوري. دا تعلیمي چارواکو ته هم ستونزي راپیدا کوي، څوک چې د دې کار اغېزه د ځوانانو په فکر منفي بولي.

د ننګرهار د ښوونې ریاست مشر، محمد اصف شینواري وایي: «د دې لپاره چې  د غیراخلاقي فلمونو خپرونه بنده شي او د زده‌کوونکو لاسرسی ورته بند شي، موږ د ښوونځيو مدیریتونو ته امر کړی، تر څو زده‌کوونکو ته اجازه ور نه‌کړي چې ښوونځي ته موبایلونه راوړي. اوس ښوونځي څاروندویې ډلې لري چې زده‌کوونکي مخکې له‌دې چې ښوونځي ته ننوزي، تلاشي کوي.»

خو ډېری په‌دې باور دي چې دولت سست دی او سم کار نه کوي.

ګلزاده سنګر، د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم زده‌کوونکی دی، هغه وایي: «د غیر اخلاقي فلمونو خپرېدنه ډېره په تېزۍ سره په زیاتېدو ده او ټول د غیر مسوول دولت په ځانګړې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له امله ده. دولت باید د دې کار د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، دوی باید د امنیتي چارواکو په مرسته غیراخلاقي مواد چې په ټولنه منفې اغېزه لري، مخنیوی وکړي؛ که داسې و نه‌شي، نوی او راتلونکی نسل به د تعلیم له برکته او نعمته ډېر لېرې پاتې شي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي، ذبیح الله زمری بیا د غیر اخلاقي فلمونو خپرېدو لپاره درې لاملونه په ګوته کوي، د هغه په خبره، لومړی باید کورنۍ خپلو اولادونو ته ډېره پاملرنه وکړي، تر څو هغوی غیراخلاقي فلمونه و نه‌ګوري او هغوی ته لاسرسی پیدا نه کړي. دویم زده‌کوونکي باید د ښوونځي له لوري په دې وپوهول شي، او د غیر اخلاقي فلمونو د منفي اغېزو په اړه پوهه ورکړل شي؛ او بالاخره امنیتي ځواکونه یا له منکراتو څخه د مخنیوي کمېټه باید هغوی چې غیراخلاقي مواد خپروي، ونیسي او سزا ورکړي.

(۹۰)

ځیرک ټلیفونونه، د غیر اخلاقي فلمونو تجارت ته یې لاره هواره کړې

د لیکوال په اړه
-