چوپه راډیو؛ نامعلوم لاملونه د محلي راډیو لپاره ستونزي جوړوي

ځای: کاپیسا، حصه‌اول کوهستان

د کاپیسا ولایت د یوې محلي راډیو کارکوونکو کاري اعتصاب کړی، لامل یې له نامعلومه درکه د دې راډیو په یوه اوونۍ کې دوه ځله نشرات بندېدل دي.

د کاپیسا په حصه‌اول ولسوالۍ کې د بهار راډیو مدیریت پیوندګاه له پیوندګاه سره په خبرو کې وویل چې تېره اوونۍ د جمعې په ورځ د ثور په ۱۵مه نېټه د دوی نشرات پرې کړل شوي وو. د دې راډیو مدیر مسوول، جعفر سعیدي وایي: “زموږ د پلټنو له مخې په دواړو واقعو کې له انټنونو سره د تړل شویو د خپرونو تارونه پرې شوي وو. “

د دې راډیو د خپرونو لین چې له انټن سره نښلول شوی، د کوه‌بچه غټې په سر ولاړ دی، د راډیو انټن د راډیو له مرکز سره یو کیلومټر واټن لري.

جعفر سعیدي وایي: “تر اوسه نه‌ده معلومه چې دا کار د چا او د کوم علت له مخې شوی، خو موږ د پولیسو په مرسته د پلټنې کارونه پیل کړي، موږ د دې قضیې د لاملینو د پیدا کولو په لټه کې یو. “

د کوهستان د حصه‌اول ولسوالۍ، ولسوال عبدالفتاح شفیق پیوندګاه ته وویل چې د دې قضیې لاملینو د پیدا کولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

13177386_1718884975048421_1246820825710352179_n

د بهار راډیو پرې شوي تارونه. انځور: عبدالجواد ارین

د سعیدي په خبره محلي چارواکو د قضیې څېړنه کوي. سعیدي پیوندګاه ته وویل:  “دې راډیو په تېرو اونیو کې، له دې امله چې د دولت او ملي اردو ملاتړ کوي، ځو ځله د طالبانو له لوري ورته اخطارونه ورکړل شوي دي.

سعیدی وایي: “شاید دا کار د تجارتي سیالیو او برتګنۍ له امله شوی وي. “

د راډیو کارکوونکي له‌دې د دې ستونزو د مخنیوي په موخه سخت خواشیني ښکاري او دا چې د دوی د بیان ازادۍ له خطر سره مخ ده، کاري اعتصاب کړی دوی غواړي چې ستونزو جوړونکو او د دې کار لاملینو ته دي سزا ورکړل شي.

د بهار راډیو یو تن کارکوونکی وایي: “موږ له دولته غواړو نه یوازې دا چې لاملین ونیسي، بلکه موږ ته‌دې ډاډ راکړي، تر څو بیا د داسې پېښو قربانیان نه‌شو. ځکه د بیان ازادۍ لپاره د امنیت شتون ډېر اړین دی. “

دا لومړی ځل نه‌دی چې دا محلي راډیو له ستونزو سره مخ شوې؛ کله چې په ۲۰۱۰ کال کې د نساجي ګلبهار غټې پر سر د دوی انټن والوزول شو، هم د دوی خپرونې بندې شوې وې.

د هغه کال د راپورونو له مخې، ښيي چې په هغه کار د کاپیسا ولایت یوه محلي قوماندان غوښتل په همدې غټه کې ریګرېشن جوړ کړي. سعیدي وايي: “په هغه وخت کې موږ ډېرې مظاهرې وکړې او د کاپیسا ولایت له والي سره مو هم په‌دې اړه خبرې وکړې. “

په افغانستان کې راډیويي خپرونې د رسنیو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، بهار راډیو هم یو له هغو خصوصي رسنیو څخه ده چې له کاپیسا ولایت څخه خپرونې لري، دا راډیو خبري او ساعت‌تېري پروګرامونه لري او د کاپیسا تر څنګ په پروان او پنجشیر کې هم و ورځې ۱۸ ساعته خپرونې لري.

که څه هم دولت په وار وار رسنیو ته د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړی، خو بیا هم رسنۍ د محلي او لویو زورواکانو له خوا له ستونزو سره مخ کېږي.

(۶)

چوپه راډیو؛ نامعلوم لاملونه د محلي راډیو لپاره ستونزي جوړوي

د لیکوال په اړه
-