ژوندی: لاریون‌وال غواړي چې ټوټاپ دي له بامیان څخه تېر شي

ځای: کابل
لیکوال

کابل، افغانستان ـ  اقتصادي ستونزې، پټ پلانونه او قومي مسلې ټولي یو ځای سره راټولېږي؛ د لیږکي ټبر (هزاره) سیاسي مشران غواړي د دوشنبې په روځ په پلازمېنه کابل کې لاریون وکړي، دوی وايي په‌دې لاریون کې به میلیونونو نفر راټول کړي.

په کابل او د افغانسنان په نورو ولایتونو کې د لاریونونو په اړه زموږ تازه معلومات ګورئ. د پیوندګاه ښاروند خبریالان به په ولایتونو کې  د دې لاریونونو پر وړاندې کېدونکو لاریونونو په اړه هم معلومات راکوي.

د ټوټاپ په اړه پوره راپور دلته ولولئ

د مې میاشتې ۱۶مه، دوشنبه


په بامیان کې لاریون‌کوونکو د ټوټاپ مسلې په هکله له کابل لاریون کوونکو سره پیوستون وښود.

په بامیان کې پخه ښځه چې په لاریون کې یې ګډون کړی وو، وایي: “زه دلته د خپل هېواد او خلکو لپاره خپله دنده سرته رسوم.” دې ولایت کې د دوشنبه په ورځ د کابل سره سم لاریونونه پیل شول. هغې زیاته کړه: “هرڅوک باید په دې پوه شي چې ښځې د هېواد یوه برخه ده او کولای شي خپل حق وغواړي.”

13233222_1362740917076323_2132107215_n

یو بل پوخ سړي چې له خپلو لمسیانو سره یي په لاریون کې ګډون کړی وو وایي؛ ما خپل ټول عمر په تیارو کې تیر کړی. زه دې لپاره راغلی یم چې د خپلو بچو د راتلونکي حقونو لپاره مبارزه وکړم ترڅو د هغوی تر مخې د شرم احساس ونه کړم؛.

13228022_1362740847076330_391826774_n

بل لاریون کوونکي محمد امان رهګذر وایي؛ زما په اند کله چې دولت د بامیان – میدان وردګ څخه د ټوټاپ بریښنا د مزو لور بدل کړو په ښکاره یي تبعیض وښود، دا په داسې حال کې ده چې جرمني کمپنۍ هم د بامیان لاره ټاکلی وه. که چیرې دا مزي د بامیان له لوري لاړ شي ډیرې ګټې به ولري، ځکه چې دا د ډبرو د سکرو له دوو معادنونو څخه تیریږي او خلکو ته به کاري زمینه هم برابره کړي.


 

د مې په ۱۶ نېټه په بامیان کې  زرګونه کسان د کابل له لاریونه او د ټوټاب څخه په ملاتړ راوتي دي. لاریون‌کوونکي غواړي د ټوټاپ برېښنا مزي باید له بامیان څخه تېر شي، حال دا چې دولت غواړي دا مزی له سالنګ څخه تېر کړي.

13228054_1362740873742994_1796210901_n

13250382_1362740787076336_2096511534_n

13228022_1362740847076330_391826774_n

د خلکو او ملي وحدت حکومت تر منځ باور؟

دوی له ګلانو سره راغلل او دولت په کانټینري دېوالونو ځواب ورکړ.

دولت په ښار کې ډېرې هغه لارې چې ارګ ته غزېدلې، په کانټینرونو چې یو د بل په سر پراته دي، بندي کړې دي.

د پارلمان ځینې غړي هم له لاریون کوونکو سره یو ځای شول.

دوې زړې، خو پياوړې مېرمنې، د کابل په ننني د روښنايي خوځښت لاریون کې ګډون کړی.

تر اوسه لا لومړي ساعتونه دي، خو د ګډون‌والو شمېر یې د نومبر د ۱۱مې د زابل لاریون څخه کم نه‌دی.

 

 

(۱۷۴)

ژوندی: لاریون‌وال غواړي چې ټوټاپ دي له بامیان څخه تېر شي

د لیکوال په اړه
-