ځای:
لیکوال

امپېشن افغانستان د خپل سرکښ یا اصلي پروګرام، د افغانستان د ټولنیزو رسنیو ناستې (ASMS) لپاره د نوم‌لیکنې لړۍ پیل کړه. د ټکنالوجۍ د کلني کنفرانس په درېیمه ناسته کې به په افغانستان كې د ټولنيزو رسنيو په چټك پرمختګ ژور بحثونه وشي.

11950797_10207149537553770_479519721_n

په تېرو کلونو کې، دې درې ورځنۍ ناستې له افغانستان او نړۍ څخه په پراخه کچه د ګډون‌والو چې ډېرى یې صنعت‌کاران او کسب‌ګر وو، پام راوګرځوئ.

بن بروژ، د امپېشن افغانستان پروګرام ډايريكټر وايي، (ASMS) یا د افغانستان د ټولنیزو رسنیو ناسته د TED  کنفرانسونو یعني د hackathon,”  او “unconference ګډه بڼه ده.

هغه زیاته کړه؛ زموږ موخه دا ده، چې له ټول افغانستان او بهرنيو هېوادونو څخه له ۱۰۰۰ تنو څخه ډېر ګډون‌وال او ویناوال کابل ته راوبولو، تر څو د افغانستان د ټولنیزو رسنیو له چټک پرمختګ سره يې ونښلوو او لاهم ورته پرمختګ ورکړو.

د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې د انټرنټ کارونکي په ډېرېدو دي. دا کارونکې چې سلنې يې په ۲۰۱۳ کال کې ۹٪ وو، په ۲۰۱۴ کې ۱۲.۳٪ ته ورسېد. اوس مهال شاوخوا ۱.۳ ميلیونه افغانان په ټولنیزو رسنیو کې بوخت دي او یوازې په فیسبوک كې څه د پاسه یو ميلیون کارونکي لري.

 له کومه ځایه چې دا شمېرې مخ په ډېرېدو دي، نو ځکه د ASMS په شان ناستو ته اړتیا پيدا كېږي، تر څو د پرمختګ په موخه د ټکنالوجۍ د ګټورې استفادې لپاره لاره هواره کړې.

فایقه سلطاني کابل کې مېشته هنرمنده او د ټولنیزو رسنیو کارونکې وایې؛ ټولنیزو رسنیو، ټولنیزو موضوعاتو ته، په ځانګړي ډول د ښځو اړوند موضوعاتو ته پاملرنه راګرځوي. سلطانې په تېره ناسته کې ګډون‌ كړى و، هغه له پیوندګاه سره ښه همکاره هم ده.

سلطاني د مثال په ډول د فرخندې قضیې څخه يادونه كوي، چې په کابل کې د قران سوځولو په تور د قهرجنو خلكو له‌خوا په وهلو او ټکولو ووژل شوه. هغه وايي، همدا ټولنیزې رسنۍ وې چې هغې ته یې د حساب ورکړې غوښتنه وکړه. ډېری ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو كې خپرې شوې چې د هغو په مرسته ټول یرغلګر وپېژندل شول.

هغې زياته كړه؛ ټولنیزو رسنیو ښځې ځواکمنې كړې دي. ان تر دې چې هغه ښځې چې زده‌کړه یې نه‌ده کړې او یوازې د خپلو کورونو په کارونو کې اخته دي هم ټولنیزو رسنیو ته لاسرسى لري.

په حقیقت کې د ټولنیزو رسنیو اغېزه د ناستې له هغو مرکو څخه ده، چې هر کال بیا بیا تکرارېږي.

آیلیین ګیو د امپېشن افغانستان بنسټګرې تېرکال په خپلو کتنو کې پردې اغېزه ډېر ټينګار وکړ او ویې ویل؛ ټولنیزې رسنۍ او اغېزه يې د ټکنالوجۍ څخه هم مهمه  کېدلی شي. 

تاسو ټول کلیپ دلته کتلای شئ:

په ټویټر باندې نوموړې ناستې د خلکو پاملرنه ځانته را ګرځولې ده. د افغانستان د ټولنیزو رسنیو کارونکي د دې ناستې او د هغې د اغېزې په اړه د #ASMS2015 هشټګ څخه په ګټنه، پوسټونه كوي.


د تېر په شان #ASMS2015  به دا ځل هم نندارې، ګردي مېزونه او اغېزمن ورکشاپونه چې د افغانستان او بهرنيو هېوادونو تکړه كسان او متخصصینو به يې پرمخ وړي، جوړ کړي.

احمد شجاع د امپېشن افغانستان همكار مدیر وایي؛ زموږ کارکوونکو هڅه كړې، تر څو دا ناسته د افغانستان د انټرنټې شبکو کارونکو ته د ټکنالوجۍ او ټولنیزو رسنیو د نوو او تازه مطالبو نه د خبرتیا او زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د نړۍ په سطح پېژندل شوي ویناوال به د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خپلې ویناوې وړاندې کړي.

د  #ASMS2015 مالي ملاتړ کوونکی د امریکې سفارت دى، همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوجۍ وزارت له خوا يې ټينګ ملاتړ کېږي. زموږ د ناستې د خپرېدو په برخه کې شمشاد ټلوېزیون او په چاپ او پرليكه رسنیو کې له موږ سره پژواک خبرې اژانس همکار دى.

که تاسو د ټولنیزو رسنیو کارونکي ياست او غواړئ د #ASMS2015 کې ګډون وکړئ، نو دلته نوم‌لیکنه وکړئ.

څرګندونه: پیوندګاه ښاروند خبريالي پليټ‌فارم دى، چې د امپېشن افغانستان له‌خوا پرمخ وړل كېږي او د ټولنيزو رسنيو تر اغېز لاندې كار كوي.

(۶)

#ASMS2015: د افغانستان د ټولنیزو رسنیو ناستې لپاره نوملیکنه پیل شوه

د لیکوال په اړه
-