ځای:

د فوټبال ملي ټيم اوو تنو لوبغاړو نن له قرغيزيستان سره له دوستانه لوبې پاى ته رسېدو وروسته ويلي، چې له ملي ټيم سره به د خداى په‌اماني وكړي.

اسلام‌الدين اميري، د ملي ټيم كپتان په خپله فېسبوك پاڼه كې د دې اوو تنو نومونه، چې له تېرو څو كلونو راهيسي د ملي ټيم ثابت غړي وو، ښودلي او ليكلي يې دي، (د ځينو ستونزو له امله، له ملي ټيم څخه خداى په‌اماني كوو.)

اميري په يوه بل راپور كې ويلي، چې له ملي ټيم څخه د دې ډلې د جلا كېدو او د خداى په‌اماني لامل د ملي ټيم د غړو تر منځ خپل‌منځي او ځينې باندني اختلافونه دي، په تېره له هغو سره چې اوس له المان څخه راغلي دي.

11047954_409375922574398_5439066391281717223_n

 اميري ويلي دي، چې له فډراسيون سره كومه ستونزه نه لرو؛ خو هغوى چې له بهره له ملي ټيم سره يو ځاى شوي، ډېر واك او امتيازات وركول كېږي او كورنيو لوبغاړو ته هيڅ‌ډول پاملرنه، صلاحيت او امتياز نه وركول كېږي، په دې برسېره بهرني لوبغاړي له كورنيو لوبغاړو سره سم چلند هم نه كوي.

اسلام‌الدين اميري، بلال ارزو، مجتبى فيض، رفېع باركزى، امرالدين شريفي، فرزاد عطايي، حشمت‌الله باركزى، دوى ټولو يو ځاى انځور اخيستى او خپور كړى يې دى، دوى له دې انځور سره يو ځاى دا هم ولي، چې موږ له ملي ټيم څخه خداى ‌په‌اماني واخيسته.

بل‌خوا، د ملي ټيم د كپتان په فيسبوك پاڼه كې د دې لوبغاړو له ملي ټيم څخه د وتو خبر نږدې ۶۰۰۰ تنو خوښ كړى او تر ۵۰۰ ډېرو وګړو په هغه تبصرې كړې دي. له دې ډلې ډېرو يې له هغوى څخه د ملي ټيم د پرېښودو پوښتنه كړې او له هغوى څخه يې غوښتي چې له ټيم څخه ولاړ نه شي. خو ځينو بيا هغوى ملامت كړي او ويلي يې دي چې تاسو له هېواد او فوټبال سره مينه نه لرئ، چې اوس له ملي ټيم څخه لېرې كېږئ.

د خداى په‌اماني خبر له خپرېدو وروسته غبرګونونه

10419061_835436163190583_3065496775130963637_n

د پرنسس افغانستان په نامه يوې كاروونكې ويلي: په ريښتيا له تاسو څخه د داسې كار انتظار نه كېږي؛ له تاسو څخه ځيني د ټيم مشران دي، په تېره ښاغلى اميري. ملي ټيم اوس د راژوندي كېدو په حال كې دى، نوى پېژندل شوى دى، د ملي ټيم په توګه تر اوسه معلومه نه ده، چې څه شوي دي؟ مسوولينو ستاسو پر خلاف څه كړي دي؟ چې تاسو داسي تصميم نيولو ته مجبور شولاست، ريښتيا چې ډېر، ډېر بد تصميم دى.

تاسو وښودله…… په رښتيا چې ستاسو زړه له ملي ټيم سره نه وو، تاسو هم د ټولو افغانانو په څېر د خپلو ملي ګټو لپاره كار كوئ، ملي ټيم ته راغلاست او اوس بېرته ځئ.

د تميم اميري په نامه يوه بل كاروونكي ويلي: يوه جمله تاسو ته وايم، تاسو د افغانستان او ايران د نن ورځې سيالۍ كې ګډون‌كوونكو ته وګورئ، كه په ريښتيا د ملي ټيم لپاره لوبېدلاست، تر اوسه به مو هېڅ‌كله ملي ټيم نه پرېښودى، تر دې چې، كه مو د خوړلو لپاره ډوډۍ هم نه درلوده، تاسو د فوټبال په برخه كې د افغانستان د بيرغ رپوونكي ياست؛ تاسو له هغوى سره چې له خپلو كورنيو لېرې په غرونو كې پراته دي او خپل هېواد ساتي او نه پرېږدي، چې د هېواد بيرغ يې په ځمكه ولوېږي، څه توپير لرئ؟ آيا هغوى انسانان نه دي؟ آيا هغوى كورنۍ ستونزې نه لري؟ آيا هغوى زړونه نه لري؟ آيا هغوى له ژوند سره مينه نه لري؟ خو هغوى د هېواد د بيرغ ساتلو لپاره له دې هر څه تېر شوي دي، اوس تاسو ځان ته وګورئ او قضاوت وكړئ.

 

له هغه وروسته چې د ګوښه كېدو لاملونه راښكاره شول

خو كله چې اميري په خپله فيسبوك پاڼه كې له ملي ټيم څخه د وتو لامل وښودى، بيا هم زرګونو تنو هغه خوښ كړ او تبصرې يې پرې وكړې.

محمد عمر افغان، په تبصره كې ليكلي: بې له شكه، ستاسو ستونزې د منلو وړ دي؛ خو تاسي د افغانستان او د افغانستان د خلكو لپاره لوبېږئ،  نه د څو ځانګړو كسانو لپاره! ځكه نو ملي ټيم مه پرېږدئ.

د فيسبوك بل كاروونكى، نظر محمد واحدي ليكلي: د ټولو دوستانو له نېكه نظره سره موافق يم؛ خو ټولې ستونزې د حل لاره لري. هيله كوم دومره ژر تصميم مه نيسئ، خداى مه كړه، د فوټبال وياړ راوړونكى ملي ټيم مو له افتونو سره مخ نه شي.

نورالله احمدي ويلي: ګرانو ځوانانو ولې تاسو ټول له ستونزو تښتئ؟  ولې له ستونزو سره نه جنګېږئ؟  د دې وګړو نومونه راښكاره كړئ او د ستونزو د حل لاره پيدا كړئ.

11008766_836197296447803_8541287324075912769_n

په داسې حال كې چې د فوټبال د فډراسيون مسوولينو په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى؛ خو هيله ده چې دا ستونزې به حل شي او دولت هم دې برخې ته پوره پاملرنه وكړي او دا مسله وڅېړي.

[poll id=”3″]

(۰)

د فوټبال ملي ټيم د له منځه تلو په لور؟

د لیکوال په اړه
-