ځای:
لیکوال

له څه مودې را په دې خوا د نجونو د بايسكل‌چلولو سيالۍ وينو، چې له دې ډلې ځينې يې د ښار په كوڅو او سړكونو كې بې له كومه ډاره او په ټولو ستونزو برسېره پايډل وهي او مخ پر وړاندې ځي.

10424376_602408533205476_6077787383532637144_n-300x169

له كابله نيولې تر باميانو، د بايسكل‌چلونې كوچنۍ كوچنۍ ډلې جوړې شوې دي؛  خو په سر كې يې لويې هيلي پرتې دي. باميان د ښځو لپاره امن ولايت دى، چې د دې كړنو او فعاليتونو لپاره يې ډېره زمينه برابره كړې ده، د دې ولايت ښځې كولى شي په اسانه او ښه توګه پر مخ ولاړې شي او لا پرمختګ وكړي.

د باميانو بايسكل‌چلونې ګروپ نجوني

باميان د افغانستان له مركزي ولايتونو څخه دى، دې ولايت له اقتصادي اړخه چندان پرمختګ نه دى كړى؛ خو خلك يې په ټولنيزو او فرهنګي حوزو كې ځانګړى ځاى لري. دا ولايت د خپلو ټولو ټولنيزو او فرهنګي ځانګړنو تر څنګ په دې وروستيو كې د لوبو له مخې هم له افغانستان څخه بهر پېژندل شوى.

10583782_602408906538772_3096811841101435486_n

په دې برخه كې، هغه سنتي او بد فرهنګي رواجونه چې اوس هم په دې ولايت كې حاكم دي، په دې هر څه برسېره د دې ولايت نجونو د ۱۳۹۳ كال د ژمي په وروستيو كې عملي ګامونه پورته كړل، او بايسكل چلولو ته يې مخه كړه،  چې د لومړي ځل لپاره مېرمن زهرا حسيني، هڅه كوي او د لاندې موخو لپاره بايسكل‌ ته مخه كوي او په ټولنه كې را څرګندېږي، آغلې حسيني وايي، د دريو موخو لپاره يې هر څه ته شا كړه او بايسكل چلونه يې د عامو خلكو په مخكې پيل كړل.

 لومړى: له بايسكل څخه ګټنه د يوې بې مصرفه نقليه وسيلې په توګه، د هغو ښځو او نجونو لپاره، چې اقتصاد يې كمزوى وي، تر څو پوهنتون او خپل كار ځاى ته ولاړې شي؛

دويم: د محيط ساتنه او د دې تر څنګ په دې لرغوني ولايت كې د هوا له ككړتيا څخه مخنيوى؛ او

 درېيم: ددې ولايت د ښځو او نجونو د لا ښې روغتيا په موخه د هغوى په منځ كې د لوبو عامول؛ دا ټول هغه څه وو، چې غوښتو مې د بايسكل‌چلونې په مرسته يې تر ټولو ورسوم.

10628497_744581165613216_4730971535010466189_n

د دې موخو په نظر كې نيول، د دې لامل شو، چې په دې ولايت كې ۱۲ نوري نجوني هم له زهرا حسيني، سره يو ځاى د بايسكل‌چلونې تمرينونه پيل كړي. دا نجونې راټولې شوې او يوه نوې ډله يې جوړه كړه، چې دې ډلې ته يې (بايسكل‌چلونه، زموږ حق دى.) نوم وركړ.

په لومړيو كې د دې ډلې غړيو نجونو ته، چې بايسكل‌چلونه يې خپل حق كڼى، بايسكل‌چلول ګران وو؛ خو له دريو مياشتو وروسته دوى بايسكل‌چلول ښه زده كړل او وروسته يې مدني كمپاينونه هم پيل كړل. دې نجونو په خپلو ټولو هڅو سره وكولاى شول، چې د باميانو د بايسكل‌چلونې پنځه تنه غړې د افغانستان د بايسكل‌چلوونكو په ملي فډراسيون كې شاملي كړي. او له دې ډلې دوو نورو نجونو يې په ولايتي سطحه سياليو كې لومړى او دويم مقام خپل كړل.

Zakia Mohammadi and Zahra Hussaini, the residents of Bamiyan province, joined in a cycling race in Kabul yesterday….

Posted by Tour de Bamiyan on Thursday, November 6, 2014

 11106510_882782365111218_751492921_n

په كابل كې بايسكل‌چلونه

په كابل كې هم په ټولو شته ستونزو برسېره، نجوني بايسكلونه چلوي، چې په دې سره په كابل كې د بايسكل‌چلونې څو ډلې جوړي شوې دي.

حليمه حبيبي، د كابل له نجونو څخه ده، هغه وايي، له كوچنيوالي يې له بايسكل‌چلونې سره مينه درلوده.  آغلې حبيبي وايي،  بايسكل‌چلونه يې په ايران كې پيل كړې او هلته يې زده كړې ده؛ هغه زياتوي، كله چې افغانستان ته راغلم له ډېرو ستونزو سره مخ شوم؛ ځكه دلته هېڅ ښځې او نجلۍ بايسكل نه چلوي او نه هم خلكو دې ته اجازه وركوله، چې نجوني دي بايسكل وچلوي. ۲۰ كلنه حليمه د كابل په امريكايي پوهنتون كې زده‌كړياله ده. هغه په دې برسېره Girl Up Club  غړې هم ده، چې فاطمه حيدري يې بنسټ ايښى دى.

Girl Up Club  د ملګرو ملتونو پروژه ده، چې د پرمختګ په حال كې هېوادونو كې، لكه افغانستان؛ د نجونو د وړتياوو لوړولو په برخه كې كار كوي.

مېرمن حبيبي وايي، په لومړيو كې يې نجونو ته د تمرينونو لپاره مناسب ځاى نه درلود، څه موده مو (خانۀ فرهنګ) كې تمرينونه وكړل؛ خو له لېږ مودې وروسته مو د بايسكل تكيه كول او چلول زده كړل، د (خانۀ فرهنګ) سراى زموږ لپاره كوچنى شو، نو بايد له سرايه كوڅو ته وتلې واى، چې په دې سره مو اوږده واټنونه د ښار په كوڅو كې ووهل.

11116177_882782385111216_1697043642_n

د حليمې په خبره، په نورو عادي ورځو كې هم چې كله به په ښار كې ګرځېدو، هر چا هر ډول خبرې او سپكې سپورې را ته كولې، څه دا چې په بايسكل سورې شو. يوه ورځ مو په ګروپي ډول بايسكلونه چلول، چې د هلكانو يوې ډلې، چې په بايسكلونو سپاره وو، په موږ پسې شول، موږ هم د دې لپاره چې دوى ته وښيو، موږ هم تر دوى كې نه يو، له هغوى سره مو سيالي پيل كړه، تر هغه چې هغوى هم ارام شول او موږ هم.

 

بايسكل څغلول زموږ طبيعي حق

د فريبا لويه اندېښنه دا ده، چې د افغانستان په څېر اسلامي هېوادونو كې، كه هغوى (نجوني) بايسكل‌ وچلوي، په بد نظر ورته كتل كېږي او دا ګام له ديني چوكاټه څخه د وتو په معنى ارزوي.  مېرمن فريبا چې كله له ايرانه راغله، ډېره ناهيلې وه، چې نور شايد و نه شي كولاى، بايسكل‌ وچلوي؛ خو له خپلو نورو همفكره ملګرو سره له يو ځاى كېدو وروسته هغوى يو ګروپ جوړ كړ او په ګروپي ډول يې وكولاى شول، چې بايسكل چلولو ته يو ځل بيا مخه كړي، په دې سره هغوى تر هغه ځايه ورسېدې، چې د كابل د بايسكل چلونې له فډراسيون سره وپېژني، چې په پايله كې هغوى وكولاى شول، له ملي ټيم سره هم وپېژني او د ملي ټيم له غړو سره يو ځاى تمرينونه وكړي.

11088102_882782545111200_1608381124_n

ثريا افضلي،  د امريكايي پوهنتون له زده‌كړيالانو څخه ده هغې هم د لومړي ځل لپاره په پوهنتون كې دننه د نجونو بايسكل چلونكو يوه ډله جوړه كړه.  له دې ډلې پوهنتون ملاتړ كوى، خو نجونو له خپلو بايسكلونه درلودل. د رخصتيو په ورځو كې به د دارالمان سړك ته د تمرين لپاره وتلې، ثريا له دې چې په ټول ښار له خپلو ملګرو سره په بايسكل وګرځي، نه وېرېږي.

ثريا وايي، بايسكل چلونه مخكې تر دې چې زما لپاره تفرېح، تمرين او سياحت وي؛ زما حق دى. هغه وايي، بايسكل چلونه، لكه زده‌كړه، كاركول او داسي نورو په څېر ، د دې ټولنې د هر غړي ښاروندي حق دى او زه هم له دې څخه ګټه اخلم.

راټولونكې: راضيه معصومي او عاليه رجايي

(۱۲)

بايسكل‌چلونه زموږ حق دى

د لیکوال په اړه
-