ځای:
لیکوال

يوه انځور د ميليونونو انسانانو فكر ځان ته راواړوى: يو وړوكى ماشوم، چې نيم شين رنګه پتلون او سور رنګه بلوز يې په تن دي، د ساحل پرغاړه داسې پروت دى، چې لاسونه يې په ځان راتاو كړي؛ اېلن كوردي، هغه ماشوم چې د ډېرو انسانانو لپاره چې له جنګ، بې‌وزلۍ او ظلم څخه په تېښته دي، ښه سمبول دى. اوس هغه د كابل په دارالامان سړك په يوه دېوال انځور شوى.

فايقه سلطاني، ځوانه انځورګره، د دې ماشوم انځور پر وړاندې قوي غبرګون ښيي او د انځورګرۍ مسووليت يې په غاړه اخلي.

فايقه د دې انځور په اړه خپل احساس داسې بيانوي، كله چې ما په درياب كې د دې ډوب شوي ماشوم انځور وليد، ډېره خفه شوم.

كله چې هغې په فيسبوك كې د شمسيه حسيني پوسټ وليد، چې د دې ماشوم انځور يې رسم كړى وو، د هغې خواشيني، غصه او بې‌زړه‌توب سره ګډ شول؛ انځور داسې ښودل، چې ډېر خلك د پولې بهر اېلن انځور ته ځير ځير ګوري او د خپل هېواد ګڼ شمېر وژل شويو ته هېڅ فكر  نه كوي.

فایقې دا رسامي له ذهنه نه ‌شوای ايستلى. هغه وايي؛ شمسيه شاید د دې رسامۍ لپاره كوم ځانګړى دليل ولري، خو دې رسامۍ ډېره خواشینې کړم. هغه وايي: ”مخکې له‌دې چې موږ په یوه ځانګړي هېواد پورې اړه ولرو، موږ انسانان یو. موږ باید له نورو سره مهرباني وکړو، ځکه زموږ دنده انسانیت ده.”

هغو چې خپلوان او عزیزان یې د ازادۍ لپاره په سفر کې له لاسه ورکړي، که هغوى سوریایان، عراقيان او يا هم افغانان وي، فایقې ته يې دا احساس ورکړ، چې خپل هنري کار پيل او د دې ماشوم انځور په كوم دېوال رسم كړي.

فايقه ماسپښین ۵ بجې له خپلې ملګرې، حوا جعفري سره د دارالامان قصر ته ولاړه. هغه وايي، موږ په دوه ساعتونو کې دا هنري اثر چمتو کړ. د دارالامان سړک مو د امنیت او ګڼه‌ګوڼې له‌امله د دې انځورګرۍ لپاره وټاكى.

فايقه سلظاني د كابل پر يوه دېوال د اېلن كردي انځور رسموي.

فايقه سلظاني د كابل پر يوه دېوال د اېلن كردي انځور رسموي.

په دارالامان سړک د پارلمان ودانۍ، د ځينو وزارتونو ودانۍ او تعليمي مركزونه پراته دي، په دې سړك د امنيت ټينګولو په موخه ګڼ شمېر پوليس هم شتون لري.

هره ورځ په زرګونو کابلیان له دې لارې تېرېږي، شايد دې هنري انځور ته ودرېږي او يوه شېبه د هغه په اړه فكر وكړي.

۲۸ كلن میراقا، په دارالامان سړك پټرول پلوري، هغه د دې انځور په اړه وايي، كله چې دا انځور وينم، ډېر خفه كېږم، دې ماشوم حتماً كورنۍ درلوده، جنګونو او خراب وضعيت هغوى دې ته مجبوري كړي، چې خپل هېواد پرېږدي او د دې درياب خوراك شي، هغه مړ شو او د يوه ښه ژوند برابرولو خوبونه يې هم ورسره يووړل.

د خبري راپورونو له مخې، د اېلن مور او ورور هم په دې سفر کې مړه شوي دي.

کله چې میراقا د دې سوریایي ماشوم انځور ته ګوري، د زرګونو افغان ماشومانو په فكر كې ډوبېږي، چې ډېرى يې له ورته برخليك سره مخ دي، وژل كېږي او ژوند يې خراب دى.

هغه زياتوي؛ دا انځور یوازې د سوریې نه، بلکه د افغانستان په اړه هم خبرې كوي، د افغانستان اوسنى وضعيت انځوروي. اوس په افغانستان كې هم وضعيت ډېر خراب دى، ځان‌وژنې بريدګر افغانان وژني، افغانان نه پرېږدي، چې سوله‌ييز ژوند وكړي، هغوى چې پيسې لري له هېواده وزي، ايران، پاكستان، اروپا او امريكا ته ځي.

افغانان هم د دې ستونزو له امله د هغو مهاجرینو په کتار کې درېږي، چې غواړي اروپا ته ولاړ شي. د پاسپورټ رياست چارواكي وايي، چې د پاسپورټ غوښتنه تر پخوا څو چنده لوړه شوې، د ایران سفارت په مخكې کتارونه ولاړ وي؛ دا ښيي، چې ډېری افغانان، چې ایران ته ولاړ شي، له هغه ځايه بيا ترکیې او بيا ځان دريابي قاچاقبرانو ته سپاري او په مرسته يې بل ځاى ته ځانونه رسوي.

میر اقا وایي؛ زه د ورځې لس بېرله پټرول خرڅوم، چې د خرڅ او ګټې پيسې زما د کورنۍ لپاره کفایت نه کوي؛ زما په شان ډېرې کورنۍ شته چې په ورته ستونزو كې راګير دي.

ځوانان د کار پیدا کولو او له‌دې ستونزو د خلاصون په موخه، ډله ډله هېواد پرېږدې؛ ”د دې ځوانانو له هېواده د وتو مخنيوي لپاره دولت باید یو څه وکړي.”

په كابل كې په‌دې وروستيو كې د سړک‌غاړې انځورګرۍ ډېره شوې او پسي ډېرېږي.

د ملي امنيت رياست پر دېوال سترګې انځور شوې؛ د دې سترګو تر څنګ ليكل شوي، زه تا وينم، دې انځور د ډېرو ښاريان پام ځان‌ته راګرځولى.

دا انځور كبير مكمل رسم كړى، هغه د كابل ډېرى دېوالونه د خپل هنر په مرسته په ښكلو پيغامونو پوښلي. د هغه د تورو څېرو او سور رنګه زړونو رسمونه له جنګه د درد او له هېواد سره مينه ښيي.

12032585_1646554085620036_269287216_n

مکمل ډېر ځوانان او د کابل د سړک‌غاړي ماشومان د كابل ښار د لا ښایسته کولو لپاره راټول کړل، له هغوى څخه يې مرسته وغوښته. هغه دوی ته د افغانستان د تېر مهال رواجي ويو (كلمو) په تېره ټوپك‌سالار په ځاى هنري ويې لكه، هنرسالار لقبونه وركوي.

د سړک‌غاړې انځورونه کولی شي، د خلکو پاملرنه ځان‌ته راوګرځوي، خو د حالاتو د بدلون لپاره باید ټول سره یو ځای کار وکړو.

اکبر د لسم ټولګي زده‌کوونکی دى، هغه وايي؛ ”دولت باید خلکو ته دندې ورکړي.” هغه د اېلن انځور ويني او وايي، ”زما درې وروڼه په کور كې ناست دي، هېڅ دنده نه لري، زه فكر كوم، كله چې زه له ښوونځي څخه فارغ شم، زه به هم بېكاره ګرځم، همدا لامل دى، چې خلك د دې ستونزو يوازنۍ حل‌لاره هېواد پرېښودل ويني.”

۱۴ كلن ساحل د اېلن په اړه هيڅ نه دي اورېدلي، هغه انځور ګوري او د انځور پوښتنه كوي، چې دا څوك دى؟

د هغه ۱۷ كلن ملګری، علي سینا ورته وایي؛ ”دا د هغه ماشوم انځور دی، چې په اوبو کې ډوب شوی وو. هر  هغه څوک چې له غیرقانوني لارو بل هېواد ته ځي، ځان په خطر کې اچوي.”

 هغه خپل ملګري ته وايي: ”زه نه‌غواړم بیا كډوال شم او له خپله هېواده ووزم. یو ځل ایران ته مهاجر شوم، هلته وځورېدم. هيله‌من يم چې زموږ هېواد ته سوله راشي او ټول په سوله كې ژوند وكړو.”

د راپور چمتو كوونكي: عنايت‌الله ازاد او راضيه معصومي

(۰)

سړك‌غاړي انځورګرۍ؛ چې د خلكو په ذهنونو كې يې ډېرې پوښتنې راپيدا كړې

د لیکوال په اړه
-