ځای:
لیکوال

پیوندګاه خبري څانګه چې د امپېشن افغانستان دفتر پروژه ده، په يوه نوي ګام کې افغان هېوادوال او د پيوندګاه ښاروند خبريالان دې ته وهڅول، چې خپل غوره اخیستل شوي انځورونه پیوندګاه ته راولېږي او د پيوندګاه په انځوراخيستنې سيالۍ كې ګډون وكړي، چې له قضاوت او رايې وركولو وروسته به له دې انځورونو څخه له ټولو برخو څخه غوره انځوراخيستونكي ته ډالۍ وركړي.

اسحاق علي انيس او تهمينه سليم، د پيوندګا د انځوراخيستنې سياليو دوه تنه ګټوونكي.

اسحاق علي انيس او تهمينه سليم، د پيوندګا د انځوراخيستنې سياليو دوه تنه ګټوونكي.

د پيوندګاه په انځور اخيستنې سيالۍ كې شاوخوا ۲۵ تنو نارینه‌وو او ښځینه‌وو ګډون كړى و، چې له ډلې يې دريو تنو ډالۍ وګټلې.

د انځوراخيستلو دا سیالۍ په دوو برخو(د نوروز مېله او د نوي ښوونیز کال پیل) په برخو کې جوړه شوې وه. ګډون كوونكو د خپلې خوښي او په زړه‌پوري انځورونه له موږ سره شريك كړي وو، موږ له دې دوه برخو څخه ګټوونكي په ګوته كړل، خو له دې دواړو برخو څخه مو يو بل ګټونكى هم وټاكى چې په دواړو برخو كې يې تر ټولو غوره انځور رالېږلى وو.

د نوروز د مېلې په برخه كې د اسحاق علي انيس ډالۍ ګټوونكى انځور.

د نوروز د مېلې په برخه كې د اسحاق علي انيس ډالۍ ګټوونكى انځور.

پيوندګاه د سيالۍ له پيله، رالېږل شوي انځورونه په ټولنيزو رسنيو كې له هېوادوالو او د ټولنيزو رسنيو له كاروونكو سره شريك، چې ټولو انځورونو شاوخوا ۵۰۰ رایې تر لاسه کړې.

له رایه ورکولو وروسته د پیوندګاه درې‌کسیز قضاوت‌كوونكې ډلې یاد انځورونه د فوټوژورنالیزم د ارونو له مخې وارزول او تر ټولو غوره انځور اخیستونکي یې د سیالۍ وړونکي وبلل، دا درې تنه؛ عبدالغفار نظري، چې د ښوونځيو پرانستلو په برخه كې يې د غوره انځور ډالۍ ګټلې؛ اسحاق‌علي انيس، چې د نوروز مېلې په برخه كې يې د غوره انځور ډالۍ ګټلې او تهمينه سليم، چې له دې دواړو برخو څخه يې د تر ټولو غوره انځور ډالۍ تر لاسه كړه؛ درې واړو ګټونكو د پيوندګاه د دفتر له‌خوا هغوى ته په نظر كې نيول شوې ډالۍ او ستاينليكونه تر لاسه كړل.

د تهمينه سليم اخيستل شوى انځور چې د دې سيالۍ د تر ټولو غوره انځور ډالۍ يې تر لاسه كړه.

د تهمينه سليم اخيستل شوى انځور چې د دې سيالۍ د تر ټولو غوره انځور ډالۍ يې تر لاسه كړه.

د دې سيالۍ ګټونكو له پيوندګاه سره په خبرو كې د دې ډول پروګرامونو او سياليو په لاره اچول يو غوره ګام وبلى او خوښي يې څرګنده، چې  د دوى د انځورونو د غوراوي او قضاوت په برخه كې تر اوسه هېڅ داسې كومه سيالۍ په لاره نه وه اچول شوې، هغوى ويل په دې سره موږ وكولى شول په ځان نور هم باوري شو.

د ګټونكو له ډلې اسحق علي انیس له پيوندګاه سره وويل، “فوټوژورنالیزم زما مسلک دى، دا ډول سیالۍ به زموږ د وړتياوو په لوړولو کې مرسته وکړي. “

هغه دا هم وويل، دا ډول پروګرامونه او سيالۍ په لاره اچول د هغو لپاره چې غواړي لا ډېر په دې برخه كې ځان بريالى او ځواكمن كړي، ښه فرصت دى، ښاغلي انيس دا هم ويل، چې تل به له پیوندګاه سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړم، هغه وايي، زه اوس هم ښاروند خبريال یم، خو له‌دې وروسته به له پیوندګاه سره د ښاروند خبريال په توګه په رسمي ډول کار پیل کړم.”

د عبدالغفار نظري اخيستل شوى انځور، چې د ښوونځيو پرانيستلو په برخه كې يې ډالي وګټله.

د عبدالغفار نظري اخيستل شوى انځور، چې د ښوونځيو پرانيستلو په برخه كې يې ډالي وګټله.

تهمینه سلیم په دې سياليو كې يوه بله ګډون‌كوونكې وه، چې د سيالۍ د غوره انځور ډالۍ يې تر لاسه كړې ده، هغې له پيوندګاه سره په خبرو كې دا ډول سيالۍ وستايلې او ويې ويل، “دا یو نوی حرکت وو. له‌دې لارې مې غوښتل د انځورونو په سیالۍ کې خپل انځور نندارې ته وړاندې کړم.”

هغې له پيوندګاه سره د تلنيو مرستو وعده وكړه او ويې ويل: “زه به له‌دې وروسته له پیوندګاه سره د ښاروند خبریالې په توګه همکاري کوم.”

پیوندګاه خبري څانګه په راتلونکي کې هم د دې ډول سیالیو په لاره اچولو په پام كې لري، چې نه یواځې د پورته برخو په اړه وي، بلکه د افغانانو د ژوند نور اړخونه به هم پکې انځور شي.

پیوندګاه خبري څانګې  په خپله نوې وېب‌پاڼه کې د هېوادوالو د اخیستل شویو انځورونو لپاره ځانګړې برخه جوړه کړې، چې ټول کولی شي، خپل اخیستل شوي انځورونه هر وخت راولېږي او په دې پاڼه كې يې خپاره كړي.

تاسو کولی شئ، د خبر یا انځور رالېږلو لپاره زموږ د وېب‌پاڼې، بریښنالیک    Salam@paiwnadgah.af  او یا هم کولی شئ د ګرځنده ټلیفون له لارې له موږ سره په اړیکه کې شي۰۷۹۳۱۲۹۱۲۹.

(۱۳)

د پيوندګاه د انځوراخيستنې سيالۍ ګټونكي در پېژنو

د لیکوال په اړه
-