ځای:

د خاص اروزګان په خلکو وخت ډېر سخت تېرېږي. دا څلورمه میاشت ده چې د ولسوالۍ سړکونه تړلي دي. دکانونه، ښوونځي، کلېنیکونه بند دي او ان د ژوندانه مهم توکي هم په ډېره سختۍ پیدا کېږي؛ اوس‌مهال په دې ولسوالۍ کې ۲۰ کیلو اوړه په ۴۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي، چې له اصلي بیې نږدې اووه چنده لوړه بیه ده.

په‌دې سیمه کې ډېری خلک همدا وايي، چې له‌داسې ژونده موږ ته مرګ ښه دی. خاص‌ارزګان د اروزګان ولایت یوه لېرې پرته ولسوالۍ ده، چې له زابل، غزني او ډایکنډي سره ګډه پوله لري. په خاص‌اروزګان کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ژوندکوي چې ډژری یژ د خپل ژوند اړتیاوې د بزګرۍ له لارې پیدا کوي.

له څو میاشتو راهیسې خاص‌اروزګان ولسوالۍ د طالبانو او دولت د جنګ میدان ګرځېدلی. په‌دې ولسوالۍ کې د جنګ له امله ډېری وختونه، مرګ‌ژوبله عامو ګړو ته اوړي. د روغتیایي اسانتیاوو نه‌شتون، د خلکو ډېری شمېر له عادي ناروغیو مري.

حاجی‌زین‌الله خان د سیمې اوسېدونکی وایي: “د دولت او طالبانو تر منځ په جنګونو کې عام وګړي مري او یا هم ټپیانېږي، له بل پلو ته هيڅ روغتیايي اسانتیاوې نشته، کلینیکونه تړلي دي، میندې او ماشومان د وړو ناروغیو له امله مري.” هغه زیاتوي چې دولت لا هم وضعیت خرابوي، خلک هم له دولته او هم له طالبانو تر پوزې را رسېدلي دي.

هغه وایي: “دولت خلک په دې تور چې طالبان دي ځوروي.”

د خاص ار,زګان د پولیسو قوماندان نظرمحمد هم د خلکو دا وینا نه ردوي او وایي: “د دې سمیې ډېری اوسېدونکي یا خو په خپله طالبان دي او یا د طالبانو ملاتړي دي. موږ هم ورسره د طالبانو په شان رویه کوو، تر څو دوی د طالبانو له‌ډلو راوګرځوو.”

د دې ولسوالۍ خلک ناهیلې ښکاري او له دولته غواړي، تر څو د داسې کړنو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي او د خلکو ستونزي راکمې کړي.

حاجی عبدالقادر قومي مشر دی، هغه وایي: “ناامنیو خلک له خپلو ژوندونو ماړه کړي دي دوی تر دې ژوند مرګ ښه بولي، دوی له دولته غواړي، چې دې ستونزمن وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.”

(۶)

تر داسې ژوند مرګ ښه دی؛ اروزګانیان د دولت او طالباتو تر منځ راګیر دي

د لیکوال په اړه
-