#AfghanFlight: ځوان اوبو لاهو کړ، مور یې راتګ ته سترګې په لاره ده

ځای:

لا تر اوسه احمد په خوب وینم. هغه تل خبرې کوي، خاندي، خوراک کوي او له خپلې کورنۍ سره وي؛ کله کله له خوبه په ژړا راپاڅم.

احمد کابل پوهنتون کې د ټولنیزو علومو پوهنځي د فلسفې ډیپارټمنټ زده‌کوونکی وو. هغه له خپلې کورنۍ سره ژوند کوی، د هغه مور وایي، هغه به تل غوښتل چې کوم بهرني هېواد ته ولاړ شي، هغه فکر کوی، چې هلته به ځان ته ښه ژوند برابر کړای شي.

LeavingAfghanistan-2-01

احمد به خپلې مور ته ویل: “پلار مې یو عادي کارګر دی،  هغه ډېر کار کوي، تر څو موږ ته ډوډۍ، کالي او د ژمي لپاره لرګي یا تېل برابر کړي. دلته ژوند ډېر سخت دی. هېڅ‌کله به مې پلار و نه‌شي کولی، دلته ښه ژوند ولري. ستا هم د عمر ورځې په دې ستونزو کې تېرېږي، تا ته هم باید یو څه اسانتیاوې برابرې شي. خویندې مې هم ارام او هوسا ژوند ته اړتیا لري. که زه کوم بهرني هېواد ته ولاړ شم، هلته ښه دنده پیدا کړم، ستاسو لګښتونه به درکوم او یو هوسا او له ستونزو لېرې ژوند به درته برابر کړم، پلار به مې هم دې ته نه وي اړ، چې ډېر کار وکړي.”

احمد داسې خلک پېژندل چې کولای یې شول،  دی کوم بهرني هېواد ته قاچاقي ورسوي. تر دې مخکې هم د هغه ملګري تللي وو، چې اوس په جرمني، سوېډن او اسټرالیا کې ژوند کوي. احمد یو څه پیسې ساتلې وې، غوښتل یې هغه پیسې قاچاق‌وړونکو ته ورکړي، تر څو دی هم کوم بهرني هېواد ته ولېږدوي.

د احمد مور په څو ځله احمد ته ویلي وو، چې په غیر قانوني لارو تګ له خطرونو ډک دی، خو احمد به ویل چې په‌دې تېرو ۱۰ – ۱۱ کلونو کې په افغانستان کې هېڅ حالات نه‌دي بدل شوي.

هغه ویل: “موږ تر اوسه برېښنا نه‌لرو! د شپې له‌خوا د شمعې رڼا ته کښېنو. په هېواد کې امنیت هم د لا خرابېدو خوا ته روان دی، ډېری هغه خلک چې د کورنیو مسوولیتونه ور له‌غاړې دي، بېکاره او بې‌روزګاره ګرځي. په‌دې هېواد کې ژوند کولد وخت ضایع کول دي، بل‌وخت به زه هم له پوهنتونه فارغ شم، د کار پیدا کولو هېڅ نه‌ده معلومه، بې‌کاره به ګرځم، مجبور یې یا به په کور کښېنم او یا به په انتحاري کې الوزم، دا زموږ د هېواد تریخ حقیقت دی، چې باید ویې ومنو.”

احمد بهر ته د تګ لپاره خپلې مور ته زارۍ کولې، تر څو هغه ته اجازه ورکړي، هغې ته یې ویل، چې پلار جان سره مې هم خبرې وکړه؛ کله چې په همدې شپه د احمد پلار له کاره، کور ته راستون شو، احمد چای ورته راوړې او په‌دې اړه یې خبرې پیل کړې.

احمد خبره داسې پیل کړه:  پلاره! ما پرېکړه کړې چې چې افغانستان پرېږدم.

پلار یي پرې چیغه کړه: ته لېونی شوی یې؟ غواړې، چېرته ولاړ شې؟ د لارې لګښتونه له کومه کو؟

احمد نور له خبرو ستړی شوی وو، پلار ته یې وویل: پلاره! نور بس ده، نه‌غواړم دلته و اوسم.

د احمد مور لومړی ورو ورو ژړل، وروسته یې خپل خاوند ته وویل: “ته او زه زړېږو، زما او ستا همدا هیله ده چې اولادونه مو هوسا او خوشحاله ژوند ولري، پرېږده چې د خپل راتلونکې په اړه په‌خپله پرېکړه وکړي، احمد هوښیار هلک دی، که‌چېري بهر ته لاړ شي، خپلې کورنۍ سره به ښه مرسته وکړی شي.”

خاوند یې ورته وویل: څوک پوهېږي، که څه بده پېښه شي، مسوول به یې څوک وي؟

خو د احمد مور بیا هم ټینګار کوی، چې زما زوی غواړي، په سوله کې ژوند وکړي نه‌غواړم داسې ورځ راشي چې زوی مې راته ووایي چې تاسو د خپلې راتلونکې په‌اړه پرېکړې ته پرې‌نښودم.

مور او پلار دواړه خواشینې وو، احمد یي راوغوښت، له هغه څخه یې وپوښتل، په‌خپله پرېکړه اوس هم ولاړ يې.

احمد ورته وویل: پلار جانه! خدای(ج) چې هر څه وغواړي، هم‌هغه به کېږي. زه پوهیږم، په کومه لاره چې زه غواړم ولاړ شم، له خطرونو ډکه ده، خو زه سړی یم، باید مبارزه وکړم او د ژوند له‌دې ستونزو سره وجنګېږم.

د هغه پلار او مور ډېر هڅه وکړه، چې هغه له‌دې پرېکړي راوګرځوي، خو و یې نه‌شو کړای، هغه بهر ته په تګ ټینګار کوی.

همدا میاشت احمد ډېر سخت کار وکړ، تر څو د لارې خرڅ او اړین توکي برابر کړي، له هغه سره یې د تره زامن هم ملګري وو.

بالاخره د تګ وخت راورسېد، د احمد مور هغه په غېږ کې ونیو او په سترګو یي ښکل کړ. هغې خپله ژړا نه‌شوای درولای.

هغې ورته ویل: “زما زویه! دعا کوم چې ته په‌خیر ورسېږې، نه‌پوهېږم بیا به‌دې څه وخت ووینم.”

کله چې احمد له کوره وووت مور یې یو ګیلاس اوبه ورپسې وشیندلې، په افغاني ټولنه او افغان کلتور کې اوبه شیندل په‌دې معنی دی، چې مسافر به په‌خیر بېرته راګرځي.

احمد تهران ته ورسېد. کورنۍ ته یې زنګ را ووهی، کورنۍ یې خوشحاله شوه، هغه د پوښتنې تر څنګ کورنۍ ته وویل، چې سبا به له خیره له تهرانه ترکیې ته او بیا له هغه ځایه یونان ته ولاړ شي، هغه دا هم ورته وویل، چې یونان ته له رسېدو وروسته غواړم ځان جرمني ته ورسوم.

د احمد مور وایي: “له هغې ورځې وروسته مو بیا د احمد غږ نه‌دی اورېدلی. موږ د هغه کاکاګانو ته زنګ ووهی، خو هیچا د هغه په اړه مالومات نه‌درلودل. له ۴۰ ورځو وروسته، زما لېوره، زما خاوند ته زنګ راووهی، چې یو ځل د هغوی کور ته ولاړ شي، چې د مور حالت یې ښه نه‌دی؛ خو کله چې زما خاوند هلته ولاړ کیسه بل څه وه، د احمد د تره زامن ټول راستانه شوي وو، خو زما زوی ورسره نه وو.”

د احمد پلار له هغوی څخه پوښتنه وکړه: “زما زوی چېرې دی؟ ایا هغه له پولو تېر شو، جرمني ته ورسېد؟ ولې مو یوازې پرېښود؟ تاسو ولې بېرته راغلئ؟؛ ناڅاپه د هغه له ورېرونو، یوه په خبرو پیل وکړ.”

“کاکاجانه! ستاسو زوی خپل عمر تاسو ته وبخښی، هغه وفات شو.”

د دې خبرې په اورېدو د احمد پلار په ژړا شو او و یې ویل: “دا خبره څنګه د احمد مور ته ووایم؟ هغه ناروغه ده، د دې خبرې زغم نه‌لري. څنګه ورته ووایم، چې زوی مو اوبو غرق کړی او مړ شوی دی. مور یې هره ورځ دروازې ته ګوري، چې څه وخت به یې زوی راشي، اوس به خپل زوی په تابوت کې ویني، هغه خپلې ټولې هیلې له ځان سره قبر ته یوړې.”

بیا یې له ورېرونو د پېښي پوښتنه وکړه.

د هغه یوه وراره په ژړا ورته وویل: “کاکا! موږ په‌داسې کښتۍ کې سپاره وو، چې د ۵۰ تنو لپاره جوړه شوې وه، خو هغوی ظالمانو قاچاقبرانو په‌کې ۱۰۰ کسه بار کړل، موږ ته یې د لمبا څو واسکټونه راکړل، موږ طالع‌من وو، واسکټونه مو لاسته راغلل، بدبختانه د ترکیې دریايي قواوو موږ ونیولو، هغه قاچاق‌وړونکی چې له موږ سره وو، غوښتل یې کښتۍ په اوبو کې ډوبه کړي، موږ ټولو ورته چیغې وهلې، چې داسې مه‌کوه؛ د کښتۍ ځینې سپاره اوبو ته ولوېدل. موږ واسکټونه درلودل، په لمبا مو پیل وکړ؛ احمد هم له موږ سره وو، هلته دوه کسه نور هم وو، هغوی احمد نیولی وو او ځانونه یې ورسره کشول. هغوی واسکټونه نه‌درلودل؛ احمد چې واسکټ یې درلود، د هغوی دوو له‌امله دروند شو او درې واړه د اوبو تل ته ننوتل، اوبو غرق کړل؛ تر اوسه مې د ډوبېدو په حال کې د هغه له اوښکو ډکې سترګې په‌یاد  دي.”

د ترکيې سمندري ځواکونه نژدې راغلل، له هغوی سره د ژغورنې ټیم هم وو، هغوی ژوندي کسان له مرګه وژغورل او جسدونه یې هم راټول کړل. موږ یې د سمندر غاړې ته راوستو، دوه شپې هلته پاتې شوو، د ترکیې سمندري ځواکونو موږ ته ویل، جنازې به کابل ته واستوي او دولت ته به یي تسلیم کړي. قاچاق‌وړونکی د ترکي پوځیانو له‌خوا ونیول شو، موږ یې هم بېرته په طیاره کې کابل ته را واستولو.

موږ ډېر وېرېدلي وو، ان تر دې چې ژړلی مو هم نه‌شول، په‌دې فکر کې وو، چې ولی مو د افغانستان پرېښودلو لپاره دا لاره غوره کړه. په‌دې مو فکر کوی، چې څنګه دا غمجنه پېښه د احمد مور او پلار ته ووایو. ما په خوب کې لیدل چې د احمد مور ژړل او ویل يې: “ما هېڅ‌کله هم د خپل زوی د جنازې په اړه فکر نه‌کوی، د هغه له تګه وروسته د ځواب په تمه وم، خو اوس هغه د ټول عمر لپاره یوازې پرېښودو.”

(۴۲)

#AfghanFlight: ځوان اوبو لاهو کړ، مور یې راتګ ته سترګې په لاره ده

د لیکوال په اړه
-