خوست: واوره په پیسو بدلېږي

ځای: خوست
لیکوال

په خوست ولایت کې د دوبې په ګرمه هوا کې ځینو خلکو د ګرمي د راکمولو او خلکو ته د یخنۍ احساس ورکولو لپاره ډېره خوندوره لاره موندلې،دوی واوره خرڅوي او د خلکو ستونزې حلوي.

محمد الیاس د خوست ولایت، یو له دې واوره خرڅونکو څخه دی، هغه وایي: ”واوره په طبیعې ډول پاکه او صحي ده او تر یخ ډېره ارزانه تمامېږي.”

افغانستان یو غرنی هېواد دی، د ژمي په موسم کې ډېره واوره ورېږي، خو دوبی یې بیا ډیر ګرم وي، د برېښنا نه‌شتون خلک دې ته اړ باسي چې د خپلو اوبو او خوړو یخ او تازه ساتلو لپاره نورې لارې چارې ولټوي؛ د دې ستونزې د حل لپاره یخ جوړول او اخیستل، نسبتاً سخته او موقتي چاره ده.

په خوست ولایت کې ځینو سوداګرو د سیمې له طبیعي زېرمو (واورې) څخه په ګټنه چې خورا ډیره هم ده، د خلکو ستونزې را کمې کړې دي.

احمد منګل واوره پلورونکی دی، هغه وایي: ”موږ واوره په ځانګړو ځایونو کې ساتو او بیا یې د دوبي په توده هوا کې په ډېره ټیټه بیه پلورو، تر څو هم موږ ته یو څه برابر شي او هم د خلکو ستونزې پرې حل شي.”

د منګل د خبرو له مخې، دوی یوه کیلو واوره په لس پاکستانۍ کلدارو پلوري. تېر کال منګل د واورې خرڅولو له لارې تر ۷۵۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو ډېره ګټه کړې وه، دی هیله لري چې سږ کال به هم همدومره پیسې وګټي؛ په‌داسې هېواد کې چې د هر وګړي کلنی عاید ۷۰۰ امریکايي ډالر وي، دومره پیسې لاسته راوړل په رښتیا هم غټه لاسته راوړنه ده.

په خوست که له واورې ډک موټرونه ولاړ دي، انځور: کبیر مشفق

په خوست که له واورې ډک موټرونه ولاړ دي،
انځور: کبیر مشفق

د واروې ټولونه او بیا پلورنه وخت‌نیونکی بهیر دی. خلک له غرونو څخه پاکه واوره را ټولوي، بیا یې په پلاسټيکي کڅوړو پوښې او ساتي یې؛ ترڅو یې په دې ډول له ویلي کېدو هم مخنیوی وشي او پاکه هم وساتله شي. دوی د لمر له وړانګو څخه په پټ ځای کې کندي جوړوي او بیا واوره په کې ساتي.

منګل وایي: ”په ژمي کې واوره را ټولوو او په ځانګړو ځایونو کې یې ساتو، بیا یې په دوبي موسم کې راباسو او پلورو یې.”

هره ورځ ښار ته د واورې خرڅولو لسګونه موټر راځي او په خلکو واوره پلوري، خو د الیاس د خبرو له مخې، د واورې خرڅولو لپاره ځانګړی ځای نه‌لري؛ کله چې دوی موټر د واورې خرڅولو په موخه په خپل موقتي پارکینګ کې ودروي، محلي چارواکي یې زوروي، خو د کوم ځانګړي ځای د برابرولو لپاره هم هیڅ کار نه کوي.

یو واوره خرڅونکی وایي : ”زموږ تر ټولو لویه ستونزه د واورې خرڅونې لپاره یو مناسب ځای پیدا کول دي.”

واوره ارزانه او ډېره ده، نو همیشه ځانته مارکیټ پیدا کوي او خلک یې اخلي.

(۱۰۸۶)

خوست: واوره په پیسو بدلېږي

د لیکوال په اړه
-